د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ګوانتنامو یو افغان بندي خوشي کوي


د ګوانتنامو په زندان کې شاوخوا ۸۰ کسان بندیان دي، چې ۲۸ تنه یې له کوم تور پرته ساتل کیږي
د ګوانتنامو په زندان کې شاوخوا ۸۰ کسان بندیان دي، چې ۲۸ تنه یې له کوم تور پرته ساتل کیږي

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې دغه افغان عبیدالله نومیږي او د جنګي جرمونونو په تورپه ګوانتنامو کې زنداني شوی و. پر عبیدالله د لګېدلو تورونو له لېرې کېدو وروسته له زندان څخه دهغه د ازادېدو لاره پرانیستل شوه.

د گوانتانامو د زندانیانو قضیې وخت په وخت ارزول کیږي او د دې ارزوني مربوط هیاتپرېکړه کړې چې نور په زندان کې د عبیدالله د ساتلو ضرورت نشته. دا پریکړه او خبر د امریکا د دفاع د وزارت په ویب پاڼه کې هم خپور شوی دی.

امریکایي ځواکونو د ۲۰۰۲ کال د جولاۍ په میاشت کې عبیدالله ونیو او نژدې ۱۴ کاله یې په ګوانتنامو کې بندي کړ. کله چې عبیدالله ونیول شو ۱۹ کلن و.

د اسوشیتد پرس خبري اژانس وايي امریکايي ځواکونو په خوست کې د هغه کور سره نژدې شل ښخ شوي ماینونه وموندل، چې بیا یې هغه له القاعدې سره په اړیکو لرلو تورن کړ، خو د هغه مدافع وکیل ټول تورونه رد کړل.

یوې پوځې محکمې د ۲۰۰۸ کال په سپتمبر کې هغه ترهګرو ته د موادو د برابرولو او نورو توطیو له کبله محکوم کړ، خو د مرافعې محکمې وویل چې دا تورونه جنګي جرمونه نه دي.

د امریکا حکومت په ۲۰۱۱ کال کې پر هغه لګیدلي تورونه رسمآ لېرې کړل او له هماغې ورځې یې مدافع وکیل د خوشې کولو هلې ځلې کولې.

د ګوانتنامو د زندان د تړلو په پلان کې د هغو کسانو ازادول هم شامل دي، چې له کوم تور پرته ساتل کیږي. ښاغلي اوباما د دغه زندان د تړلو پلان جوړ کړی دی، خو وايی مخالف سیاستوال یې مخه نیسي.

اسوشیتد پرس وايي چې د ګوانتنامو په زندان کې شاوخوا ۸۰ کسان بندیان دي، چې ۲۸ تنه یې د کوم تور له ثبتوت پرته ساتل کیږي. دا زندان د ۲۰۰۱ لومړي کال د سپتمبر له پېښې وروسته د القاعدې د غړو او د نورو مشکوکو ترهګرو د ساتلو لپاره جوړ شو.

XS
SM
MD
LG