د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل مظاهره کوونکو د ګوانتنامو زندان د بندولو غوښتنه وکړه


مظاهره کوونکي په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته ټول شوي وو.
مظاهره کوونکي په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته ټول شوي وو.

په لسګونو لاریون کوونکو نن شنبه په کابل کې د امریکا د سفارت مخې ته د ګوانتنامو د زندان د تړلو شعارونه ورکړل او د امریکا له ولسمشر بارک اوباما نه یې وغوښتل چې د خپلې وعدې په اساس دغه زندان وتړي.

لاریون کوونکو چې په لاسونو کې د ګوانتنامو د زندان عکسونه هم نیولي وو، دغه زندان یې د بشري حقونو او د نړیوالې محکمې په خلاف وګاڼه. دوی ویل چې پدغه زندان کې داسې افغان بندیان هم شته، چې جرم پرې ندی ثابت شوی.

ځینو لاریون کوونکو د ګوانتنامو د زندانیانو ژیړې جامې هم په تن کړې وې، په لاریون کې داسې لاریون کوونکي هم شامل وو، چې یا یې د ګوانتنامو په زندان کې زندان تېر کړی او یا هم د کورنۍ غړي يې زنداني دي.

د خوست اوسېدونکی عمرخان یو له دا ډول کسانو نه و هغه وویل "څوارلس کاله مخکې یې رانه زوی وړی دی، هیڅ معلومات یې په اړه نه لرم، که مجرم وي، محکمه دې کړي کنه ولې زنداني دی."

د لاریون تنظیموونکو ویل دا چې هر کال د جنورۍ په میاشت کې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ګوانتنامو د زندان د فوري تړلو په تړاوو لاریونونه کیږي، نو دوی هم دغه اعتراضیه لاریون ته ملاتړلې ده.

ددې لاریون تنظیموونکي خیر الله شینواري وویل "د ګوانټنامو د زندان اکثره زندانیان افغانان ول، تر دوه سوه او شل شاوخوا چې کله هلته په ۲۰۰۲ کې ۷۸۰ زندانیان هلته بندیان شول."

په لاریون کې د بشري حقونو د کمیسیون یوه غړي هم برخه اخېستې وه، د بشري حقونو د کمیسیون غړي مولوي عبدالرحمن هوتک وویل" ټول هغه زندانونه چې غیری قانوني دي، له ګوانټنامو باید وتړل شي."

په ورته وخت کې د کار او توسعې د ګوند مشر ذوالفقار امید بیا وايي، له ګوانتنامو زندان نه خوشې شوي زندانیان بېرته د وسله والو مخالفینو لیکو ته تللي دي او ترهګر باید له دغه زندان خوشې نه شي.

د امریکا کانګرس ته ولسمشر بارک اوباما په وروستۍ ویناء کې وویل چې دی لا هم د دغه زندان په تړلو خپل کار ته دوام ورکوي، ولسمشر اوباما ویلي وو، چې دا زندان غیری ضروري او قیمتي دی.

XS
SM
MD
LG