د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د ګوانتنامو تړلو ته کلک ژمن یم


ولسمشر اوباما په سپینې ماڼۍ کې د ګوانتنامو زندان د تړلو په اړه خپل پلان اعلان کړ چې څلور برخې لري.
ولسمشر اوباما په سپینې ماڼۍ کې د ګوانتنامو زندان د تړلو په اړه خپل پلان اعلان کړ چې څلور برخې لري.

ولسمشر اوباما، چې د جمهوري ریاست دوره یې مخ په ختمېدو ده، یو وارې بیا د ګوانتنامو زندان د تړلو کلکه ژمنه وکړه. ښاغلي اوباما د سه شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د دغه زندان د تړلو په اړه خپل پلان اعلان کړ چې څلور برخې لري.

نوموړي وویل" د ګوانتنامو زندان ته د امریکا په تاریخ کې د یو داغ په سترګه کتل کیږي او باید د تاریخ دغه پاڼه بنده شي."

ښاغلي اوباما وویل چې دغه زندان باید له مخکې تړل شوی وای خو سیاسي ستونزو یې مخه ونیوله.

هغه وویل چې د دغه زندان تړلو ته کلک ژمن دی او نغواړي چې دغه مسئله دې راتلونکي ولسمشر ته پاتې شي.

ولسمشر اوباما وویل "د ګوانتنامو زندان د امریکا ملي امنیت هم کمزوری کړی دی او په تړل کېدو سره به یې د کال ۸۵ میلیونه ډالره هم سپما کړل شي."

ښاغلي اوباما وویل چې دا مهال د ګوانتنامو په زندان کې ۹۱ بندیان پاتې دي.

د وړاندې شوي پلان له مخې ځيني بندیان به خپلو اصلي یا نورو هیوادونو ته انتقال شي، ځيني به یې په پوځي محکمو محاکمه شي او ځيني نور به امریکا کې دننه بنديخانو ته انتقال شي.

تیر میلادي کال امریکا څلور بندیان له ګوانتنامو څخه افغانستان ته ولیږدول.

د ګوانتنامو زندان د ۲۰۰۱ کال وروسته چې په امریکا کې ترهګریز بریدونه وشول جوړ شو، دغلته یو مهال شاوخوا ۷۰۰ مشکوک ترهګر ساتل کيدل چي یو شمير یي افغانان وو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG