د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوانتانامو د بندیانو په اړه نوي پټ اسناد خپاره شوي


Razor wire fence

Razor wire fence

د امریکا سلگونه نوي خپاره شوی نظامی اسناد د څه باندی اوه سوو کسانو بندیانو د جملې نه، د زیاترو په باره کې مفصل معلومات ورکوي چې په گوانتانامو کې د امریکا په نظامي زندان کې بندیان شوي دي.

د نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د استخباراتو سري رپوټونه ښیي، هغه بندیان چې گوانتانامو ته استول شوي وو مخکې له دې نه چې نورو حکومتونو ته وسپارل شي دریمه برخه یې ډیر خطرناک گڼل کیدل.

په خپرو شویو اسنادو کې په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا پوځ د پاکستان د استخباراتو اداره د یو ترورستي سازمان په حیث یاده کړې وه. پوځ وویل، هر بندي چې د آی.ایس.آی سره ارتباط لري، ښايي چې د القاعدې او طالبانوسره مرسته وکړي یا د امریکا او ایتلاف د قواوو په خلاف په حملو کې لاس ولري.

دوسیې ښيي، د ١٧٢ بندیانو نه چې تر اوسه پورې په گوانتانامو کې بندیان دي چې که په ټولنه کې په مناسبه توگه مدغم نشی یا یې څارنه ونه شي امریکا او متحدینو ته غټ خطر مخامخ کوي.

په ٢٠٠٢ کال کې، گوانتانامو ته د لومړي بندي د لیږلو راهیسي، تر اوسه پورې ددې بندیخانې نه کوم شپږ سوه بندیان خوشې شوي دي.

د ډیلی ټلیگراف ورځپاڼه وايي، گمان کیږي چې څه دپاسه ۱۵۰ بندیان چې خوشې دي بې گناه دي. له دغې ارزیابۍ نه داسې ښکاري چې ډیر دغه بندیان د منځنۍ یا د ټیټې طبقې جنگیالي وو.

دغه سري اسناد چې د ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۹ کال پورې اړه لري د ویکيلیکس ویب پاڼې لاس ته ورغلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې وویل، دغه اسناد یې له بلې منبع نه لاس ته پدې شرط راوړي دي نوم یې ونه ښودل شي.

امریکا ددغو اسنادو خپرول غندلي دي او وايي، د بندیانو په باره کې ارزیابي د هغه وخت په معلوماتو ولاړه ده او ضرور نه ده چې د یو بندي د اوسني نظر نمایندگي وکړي.

XS
SM
MD
LG