د لاس رسي وړ اتصالات

گوانتانمو کې د جنگي جنایاتو اوله محاکمه پیلیږي


د جنگي جنایاتو اوله محاکمه به د جمهوررئیس براک اوباما په دوره کې د کیوبا په گوانتانمو زندان کې په دې اونۍ کې پیل شي.

یو نظامي کمیسیون به د دوشنبې په ورځ د محاکمې بهیر د ابراهیم احمد محمد القوسی سوډاني په برخه کې پیل کړي.

هغه تیره اونۍ، د یوه تور په مقابل کې په خپله گناه اعتراف وکړ.

دغه تور پر هغه باندې په دې لگول شوی چې په هغه دسیسه کې یې لاس درلود او د القاعده غړیو ته یې د ترهگرئ لپاره مادي ملاتړ برابراوه.

القوسي په دې تورن شوی چې د القاعده لپاره یې د ١٩٩٠ په لسیزه کې د محاسبې د مامور، معاشاتو د مامور، تهیې د رئیس او اشپزئ د چارو د مسوول په توگه وظایف اجرا کړي وو.

د یوې بلې ادعا له مخې وروسته بیا هغه د اسامه بن لادن د ساتونکي او محافظ په توگه وظیفه اجرا کوله.

دویمه محاکمه به د عمر خضر وي چې د کاناډا تبعه دی.

رپوټ وايي چې عمر خضر په گوانتانمو کې تر ټولو ځوان بندي دی او توقع ده چې د سه شنبی په ورځ، وروسته له هغه نه چې د هغه په برخه کې ابتدايي خبرې واورېدل شي، نو بیا به دهغه محاکمه پیل شي.

نور تفصیل:

رپوټ وايي چې عمر خضر په ٢٠٠٢ مېلادی کال کې په افغانستان کې ونیول شو. هغه وخت دی یوازې ١٥ کلن و.

عمر خضر په دې تورن دی چې په افغانستان کې یې د امریکا یوه عسکر ته لاسي بم ورغورزولی.

که چیرې پر عمر خضر باندې لگیدلي تورونه ثابت شي نو په عمري قید محکومیدلی شي.

پر هغه باندې د قتل، دسیسه کولو، او جاسوسئ تورونه لگیدلي دي.

د هغه نظامي مدافع وکیل جان جکسن د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د جمهور رس براک اوباما کمیسیون به په دې باندی یاد شي چې یو ماشوم عسکر محاکمه کوي.

جکسن وویل چې جمهور رئیس پریکړه کړې ده چې د نظامي کمیسیون په کتاب کې بل خواشینوونکی او غمجن فصل ولیکي.

XS
SM
MD
LG