د لاس رسي وړ اتصالات

ګارډین: د اوباما جګړې پای نلري


ګارډین: د اوباما جګړې پای نلري

ګارډین: د اوباما جګړې پای نلري

د ګارډین ورځپاڼه لیکي چې په داسي حال کې چې په عراق او افغانستان کې قواووې پاتې دي او جمهور ریْس اوباما ژمنې کړي دي، د کابل د حملې په شان ظلمونه ادامه لري.

ورځپاڼه لیکي یوه بله ورځ یوه بله حمله. د جمعې په ورځ طالبانو د افغانستان د آزادۍ ورځ ولمانځله او په کابل کې یې د بریتانیې پر قونسلګرۍ باندې برید وکړ. په دې برید کې ۹ کسه ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي چې د دې حملې نه یو ورځ مخکي یاغیانو هغه مهال ۲۵ کسه ووژل چې د ملکي خلګو یو مینه بوس په هرات کې د سړک غاړې پر یو ماین باندي وربرابر شو. ورځپاڼه لیکي چې بله حمله د امریکا پر یوه نظامي مرکز باندي په پکتیا کې وشوه.

دغه راز ورځپاڼه لیکي چې د دوشنبې په ورځ یاغیانو په عراق کې خپل تر ټولو خونړۍ حملې وکړې او په لړ کې یې د ملک په بیلابیلو برخو کې ۷۰ کسه ووژل او د ۳ ساوو نه زیات خلګ ټپیان شول. ورځپاڼه لیکي چې په دغو حملو کې د موټر بم چاودنې، ځانمرګي بریدونه او وسله وال بریدونه شامل وو.

ورځپاڼه لیکي چې د سپټمبر د ۱۱ مې نېټې ۱۰ کاله وروسته اوس هم په عراق او افغانستان کې وینې تویږي. د امریکا د باندنیو چارو د وزارت په یوه ریپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو راغلي چې تیر کال په افغانسان کې ترهګریزې حملې ۵۵ په سلو کې زیاتې شوې وو په داسي حال کې چې په عراق کې بیا ۹ په سلو کې زیاتې شوي وې.

ورځپاڼه لیکي چې په عراق او افغانستان کې د امریکا د ماموریتونو پشپړیدل د ناکامۍ سره مخ دي. په دغو جګړو کې په زرګونو خلګ ووژل شول او په میلیاردو ډالر ولګول شول.

ورځپاڼه لیکي چې په اسلامي هیوادونو کې د لویدیځو ملکونو قواوو د دې پرځای چې د ترهګرۍ مخه ونیسي ترهګرۍ ته یې لا لمن وهلې ده.

د امریکا د سیاسي چارو کارپوه رابرټ پېپ خپل په کتاب کې چې ډاینګ تو وین په نامه یادیږي یعنی په ځان وژلو لوبه ګټل، د ۱۹۸۰ کال نه تر ۲۰۰۵ کاله پوري ټولې د ځانمرګو برید کونکو حملې څیړلي دي چې ټول ټال ۳۱۵ حملې شوې دي.

پېپ دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د ځانمرګو برید کونکو ستراتيژیک او مشخص هدف دا دی چې د بهرنیو قواوو اشغال پای ته ورسوي. ورځپاڼه لیکي چې د ځانمرګه ترهګرۍ رېښې په ملت پالنې یا نشنلیزم کې دي. ورځپاڼه د پیپ له قوله لیکي چې وايي دا د ملي ازادۍ دپاره افراطي تګلاره ده.

ورځپاڼه لیکي چې جمهور ریْس اوباما چې په خپله یو لایق سیاستمداره دی ولي د دې مسلې په پوهېدو کې ستونزه لري. جمهور ریْس باید ډیرو مسلو ته ځواب ووايي. بلې هغه ته د امریکا د پخواني جمهور ریْس نه دوې خونړۍ او ګرانې جګړې پاته شوې خو دافغانستان په قضیه کې هغه د خپل مرستیال او په کابل کې د خپل سفیر د سلامشورو برعکس دغه ملک ته ۳۰ زره نورې امریکايي قواووې واستولې چې طالبان ووژني او یا ووژل شي.

سیمې ته د نورو عسکر استول یو غلط قضاوت وو. یواځي د جمهور ریْس اوباما په دونیمو کلونو کې دومره امریکايي عسکر ووژل شول چې د جمهور ریْس بوش په دوو دورو کې نه وو وژل شوي. ورځپاڼه لیکي چې که څه هم د وروستې پریکړې په لړ کې د افغانستان نه د قواوو د راوتلو لړۍ پیلېږي خو د اوباما د دورې د ختیمدو سره به بیا هم د جګړې د پیل په مقایسه په افغانستان کې د امریکايي قواوو شمیر ډیر وي.

ورځپاڼه لیکي چې په عین حال کې اوس عراق د پامه غورځیدلې جګړه ده. ۴۷ زره امریکايي قواووې په دغه ملک کې ځای په ځای دي. جمهور ریْس اوباما روانه میاشت خپل د پلویانو یوې ډلې ته وویل چې که چیري زما څخه د عراق د جګړې په باب پوښتنه وشي نو ساده ځواب به یې دا وي چې بلې د سږکال ترپایه پوري به ددغه ملک نه ټول امریکايي عسکر راووځي.

خو ورځپاڼه لیکي چې داسي نه ده. د امریکا د پوځ مشران تمه لري د ډیسمبر د ۳۱مې نېټې د مهلت نه وروسته په عراق کې ۱۰ زره قواووې وساتي. ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د کانګرس نه د رای اعتماد د اخیستلو پر مهال وویل چې هغه ډاډ لري چې د عراق حکومت به د امریکا نه غوښتنه وکړي چې په دغه ملک کې د ټاکل شوې مودې نه آه خواته هم پاته شي.

خو په عین حال کې د شعیه ګانو یو مذهبي مشر مقتدالصدر چې د امریکا ضد دی وايي چې په ۲۰۱۲ کال کې به د بهرنیو قواوو شتون په عراق کې داسي وګڼل شي چې دوي اشغال ګر دي او وروسته به یې پرضد نظامي مقاومت وشي. نو دې ته په کتو سره په دې ملک کې د نورې وینې تویونې تمه هم کیدای شي.

XS
SM
MD
LG