د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په لغمان کې دی


افغان حکومت تیرکال د اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې حکمتیار د افغان حکومت سره له مخالفت لاس واخیست
افغان حکومت تیرکال د اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې حکمتیار د افغان حکومت سره له مخالفت لاس واخیست

د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ته یوې نږدې منبع امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې ګلبدین حکمتیار اوس مهال د لغمان په ولایت کې دی او ممکن سبا ورځ په یوه لویه غونډه کې راڅرګند شي.

په لغمان کې یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې په مرکز مهترلام ښار کې د اسلامي حزب د مشر د امنیت ساتنې لپاره یې د دغه ښار په ټولو خواوو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې ټاکل شوې د اسلامي حزب د بندیانو لومړۍ ډله د جمعې په ورځ له بند څخه خوشې شي، چې ورسره سم به حکمتیار هم په دغه ولایت کې په یوه غونډه کې راڅرګند شي.

نن د پنجشنبې په ورځد لغمان ولایتمرکز مهترلام ښار ته په ټولو ورغلو لارو باندې امنیتي کمربندونه اچول شوي او هر څوک چې دغه ښار ته ورځي له څو پرلپسې پلټنې وروسته ورته ښار ته د ننوتلو اجازه ورکول کیږي.

زمونږ خبریال ذبیح الله غازي چې اوس مهال د مهترلام ښار کې دی وايي، د ښار په ټولو خواوو کې سرتیري لیدل کېږي او نن سهار د حزب اسلامي یو مخکښ قوماندان جمعه خان همدرد هم لغمان ته د یو لوی کاروان سره رسېدلی دی.

په مهترلام ښار او لغمان - جلال اباد لویه لاره باندې د حزب اسلامي د مشر د هرکلي لپاره لوی عکسونه هم لګېدلي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک امریکا غږ ته وویل، ‌‌‌‌‌‌ډېر امکان شته چې حکمتیار به په لغمان ولایت کې ژر څرګند شي.

د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ته نږدې سرچینې وایي، چې ټاکل شوې حکمتیار په ختیځو ولایتونو کې له راڅرګندیدو وروسته کابل ته راشي او د دغه ښار د دارالامان په سیمه کې به په هغه ودانۍ کې، چې د افغان حکومت له خوا ورته ځانګړې شوې میشت شي.

تراوسه لا کابل ته د حکمتیار د راتګ لپاره دقیقه ورځ نه ده ټاکل شوې، خو د دغه حزب چارواکي وایي هغه به ډیر ژر کابل ته راشي.

افغان حکومت لا تر اوسه د ګلبدین حکمتیار د راتګ په اړه په رسمي توګه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG