د لاس رسي وړ اتصالات

د وسلو سره د امریکائیانو مینه په ټاکنو اغیزه کوي


نیمه اتومات فرمایشی توپک چې د ښکار لپاره کارول کیږي
نیمه اتومات فرمایشی توپک چې د ښکار لپاره کارول کیږي

ځینې امریکائیان د دې لپاره چې په اساسي قانون کې یې د وسلو لرلو حق تضمین شوی، غواړي هغه کاندید ته رایه ورکړي چې د دوی د وسلو د گرځولو د حق ملاتړ کوي.

یو شمیر امریکائیان وسلې د ښکار لپاره گرځوي او ان کله کله په موټر کې په زرگونه کیلومتره مزل کوي چې د یو ډول ځانگړي کانادایي مرغانو ښکار وکړي.

له دې جملې نه یو هم د گاني کورنۍ ده چې د جنوبي کارولینا ایالت کې ژوند کوي او نیم ساعت د چارلستن له هغه کلیسا نه لیري پراته دي چې تیر کال د جون په میاشت کې په ډزو کې نهه کسان ووژل شول.

په متحده ایالاتو کې په تیر میلادي کال کې د وسلو سره تړلي دا ډول څو پیښې وشوې چې د ٢٠١٦ میلادي کال کې به د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بحث توده موضوع وي.

خو بله خوا بیا د وسلو خاوندان دي، چې وایي د ژوند دود دستور یې ښکار ده او له دې لارې نه ډوډۍ پیدا کوي.

د دیوید پرایز په شان امریکائیان چې ښکار یې د ژوند یوه لاره ده وایي د دموکرات جمهور رئیسانو سره یې تجربه شوې ده او دموکرات جمهور رئیسان تل غواړي دوی بې وسلې کړي نو ځکه جمهوري غوښتونکي کاندید ته رایه ورکوي.

دغه ښکاریان په دولس انجه اتومات ټوپک باندې مرغان ولي. خو ښاغلی پرایس حیران دی چې ولې ځیني ښکاریان مرگوني ټوپک د ښکار لپاره استعمالوي.

د سي ان ان له خوا یوه سروې ښیي چې امریکایان د وسلو د کنترول په برخې کې په دوو برخو ویشل شوي دي. په څلورو کې یو کس د گیلپ سروې ته ویلي چې هغوی یوازې هغه چا ته رای ورکوي چې د وسلو په هکله خپل دریځ روښانه کړي.

او د هغوی نظر د هغوی د گوند نظریه ده. د دموکرات او جمهوري غوښتونکي گوند مخکښ کاندیدان، هلري کلنتن او دونالد ترمپ خپل نظرونه داسې څرگندوي.

د وسلو سره د امریکائیانو مینه ډیره پخوانۍ ده.
د وسلو سره د امریکائیانو مینه ډیره پخوانۍ ده.

جمهوري غوښتونکی کاندید دونالد ترمپ وایي

"مونږ خپلو وسلو ته اړتیا لرو. مونږ خپلې وسلې غواړو، که ستاسې خوښه وي او که مو خوښه نه وي، مونږ خپلې وسلې غواړو."

خو دموکرات کاندیده هلري کلنتن بیا وایي

"په مونږ څه شوي دي چې نشو کولای د وسلو د ملي اتحادیې، د وسلو د تبلیغاتو او د وسلو د هغو شرکتونو په وړاندې ودریږو چې دوی یې استازیتوب کوي؟"

یوه ستره وجه دا ده چې د وسلو ملي اتحادیه ډیره غښتلې ده. دغه اتحادیه تیر کال ٣٠ میلیونه ډالره هغو کاندانو ته ورکړل چې د وسلو ملاتړ کوي. د وسلو ملي اتحادیه کاندیدان درجه بندي کړي دي.

هیلري کلنټن یې ناکامه کړې ده، دونالد ترمپ ته یې درجه نده ورکړې، ځکه هغه سابقه نلري، خو د هغه نږدې سیال، تید کروز چې د وسلو پلوی دی، هغه یې په لمړۍ درجې کې کامیاب بللی دی.

د وسلو د درلودونکو د اتحادیې پخوانی رئیس دیوید کین وایي:

"مونږه پنڅه میلیونه غړي لرو. او زمونږ نظر پوښتنې ښیي چې مونږ شاوخوا ٥٠ میلیونه خلک لرو چې که چېر د وسلو حق یې د خطر سره مخامخ شي هغوی به رایه ورکړي."

ځیني ډلې په امریکا کې د وسلو د قانون د بدلیدو لپاره هره اونۍ مظاهره کوي.
ځیني ډلې په امریکا کې د وسلو د قانون د بدلیدو لپاره هره اونۍ مظاهره کوي.

خو ځیني ډلې له تیرو دریو کلونو راهیسې هر اونۍ مظاهره کوي چې د وسلو قانون باید بدل شي. د یوکو فراست په نوم یوه جاپانۍ وایي په داسې هیواد کې لویه شوې چې د وسلو لرل گران قانون درلود اوس ورته ډیره گرانه چې په کال کې څو ځله زړه بوږنونکي پیښې گوري او بیا هم هیڅ نه بدلیږي.

د سږکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د وسلو د کنترول مسله ښایي برخه لیک جوړونکې نه وي خو څیړونکي په دې موافق دي چې یوه مهمه موضؤع به وي.

XS
SM
MD
LG