د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د داعش مشر ووژل شول، افغان چارواکي


تیر کال هم د حافظ سعید د وژل کیدو خبر ورکړل شوی و
تیر کال هم د حافظ سعید د وژل کیدو خبر ورکړل شوی و

ننګرهار کې چارواکي وايي چې حافظ سعید په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکو په بمبارۍ کې ووژل شو.

د ننګرهار والي، سلیم کندزي، د بمبارۍ پخلی کړی خو د حافظ سعید وژل کیدل یې ندي تایید کړي.

د افغانستان په ختیځ کې سیمیز چارواکي وايي چې د داعش ۱۲ مشران د بې پیلوټه الوتکو په بمباريو کې وژل شوي دي.

د اچین ولسوال امریکا غږ ته وویل چې په بمبارۍ کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر، حافظ سیعد، هم وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند هم د برید پخلی وکړ او وې ویل چې د لمړنیو معلوماتو له مخې حافظ سعید وژل شوی دی.

دواړو چارواکو دغه راز وویل چې په دې پیښه کې د داعش ۱۲ نور جګپوړي قوماندانان هم ووژل شول.

د چارواکو په وینا چې بمباري د پنجشنبې د مازدیګر د ۴ بجو شاوخوا د اچین د عبدالخیلو په سیمه کې وشوه.

د اچین ولسوال غالب مجاهد وویل چې د داعش مشران په یوه کور کې راټول شوي وه چې بمباري پرې وشوه. د نوموړي په وینا بمباري ډیره زوروره وه او آن یوساعت وروسته له بمباري شوې سیمې نه لمبې ختلې.

داعش تر اوسه د دې پیښې په هکله څه نده ویلي. امریکايي چارواکو هم د ننۍ بمبارۍ او پکښې د وژل شوو کسانو د هویت په اړه څه ندي په ډاګه کړي.

تیرکال هم د افغانستان د ملي امنیت ادارې د حافظ سعید د وژل کیدو خبر ورکړ چې بیا ناسم وخوت. حافظ سعید پخوا د پاکستاني طالبانو د ډلې ویاند و چې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې په افغانستان کې د داعش د مشر په توګه راڅرګند شو.

XS
SM
MD
LG