د لاس رسي وړ اتصالات

قدیر: که داعش توره بوړه ونیسي نو د خراسان ولایت جوړولی شي


دننګرهار د پچیراواګام په ولسوالۍ کې داعش وسله والو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه نږدې یوه اونۍ وړاندې پیل شوې ده.
دننګرهار د پچیراواګام په ولسوالۍ کې داعش وسله والو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه نږدې یوه اونۍ وړاندې پیل شوې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي ظاهر قدیر وایي د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو له خوا تیره اونۍ د ننګرهار ولایت د پچیراګام په ولسوالۍکې د بر پچیر د سیمې له نیولو وروسته اوس د دغې ډلې وسله وال د تورې بوړې ستراتیژیکي سیمې ته نږدې شوي دي.

ښاغلي قدیر چې نن د شنبې په ورځ یې د ولسي جرګې عمومي غوندې ته وینا کوله وویل چې داعش وسله وال د تورې بوړې څخه څو سوه متره فاصله لري.

ښاغلي قدیر وویل " څو شپې وړاندې د پچیراګام په ولسوالۍ کې چې حکومت دعوه کوله چې مونږ بریدونه وکړل او داعش مو له منځه یوړد بریښنا په څیر راغلل د بریښنا په څیر او یو ستراتیژیکي سیمه چې هغه برپچیر دی په خپل کنټرول کې راوست، هغوی پلان لري چې تورې بوړې ته ننوځي چې څو سوه متره وړاندې ده، که توړې بوړې ته ننوتل زه حاجي ظاهر اعتراف کوم چې خراسان بیا جوړیږي ".

د تورې بوړې غرنۍ سیمه چې د افغانستان ننګرهار ولایت د ډیورند کرښې هغې خوا کې د تیرا درې سره نښلوي په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلونو کې د پخوانیو مجاهدینو د مولوي خالص د ډلې پوځي مرکز و.

په ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې چې د امریکا په مشرۍ اتیلافي ځواکونو د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې په وسله والو ډلو بریدونه پیل کړل او کابل د طالبانو له لاسه ووت، د القاعدې ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن او د هغه په مشرۍ په سلګونو عرب جنګیالیو د خپلو یو شمیر کورنیو سره تورې بوړې ته پناه یوړه.

په توره بوړه د امریکایي او د پخوانیو مجاهدینو د دریو قوماندانانو د میاشتو میاشتو جګړو سره سره اسامه بن لادن او د هغه ډیر عرب ملاتړي له دغې سیمې په وتلو بریالي شول.

په تیرو وروستیو کلونو کې د مولوي خالص د زوی له خوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو سره د جګړې لپاره د تورې بوړې په نوم یو جنګي محاذ هم پرانیستل شوی دی.

د پچیراګام ولسوال میرباز خان امریکا غږ ته وویل چې د بر پچیر سیمه کې امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی او دوه کلي یې له داعش وسله والو څخه نیولي دي.

نوموړی وايي غونډه خېل او لکڼخېل سیمې حکومتي ځواکونو نیولي او اوس هم له داعش سره توده جګړه روانه ده.

ولسوال زیاتوي چې د کمانډو په شمول په زیات شمېر قوه د جګړې سیمې ته ور رسېدلې او تمه لري چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر د بر پچیر پاتې اته کلي هم له داعش جنګالیو څخه پاک کړي.

خو د پجیراواګام د ولسوالۍ د بر پچیر یو قومي مشر ملک تورخان وایي چې دغه دوه سیمې تر یوې اندازې حکومتي قواوو نیولي دي، مګر یو څه ساحې یې لا پاتې دي.

نوموړی وايي چې اته نور کلي لا له داعش وسله والو سره دي او د لسګونو قومي پاڅون کوونکو کړي او ټپیان د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې پاتې دي.

د ملک تورخان په څیر د ولسي جرګې مرستیال حاجي ظاهر قدیرهم د افغان ځواکونو د روانو عملیاتو خوشاله نه دی. هغه ولسي جرګې غړو ته وویل چې پخپله یې د داعش وسله والو سره په پجیراو اګام ولسوالۍ کې د جګړې لپاره تبیاه نیولې ده.

ښاغلي قدیر وویل " حکومت یوازې هغه څه چې په تلویزیون کې دي په واقعیت کې هغه څه نه دي، مونږ هغه څه جې په شینوارو کې لرل همغسې مو خوګیاڼو ته هم چمتوالی نیولی خلک منتظر دي، مونږ نه پریږدو چې مشرقي یا افغانستان د داعش په خراسان بدل شي".

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي له نویو پلانونو سره پیل شوي عملیات په بریالیتوب سره روان دي او راتلونکو څو ورځو کې د به د بر پچیر سیمه له داعش څخه په کُلي توګه پاکه شي.

د بر پچیر اوسېدونکو ویلي چې داعش وسله والو یې لسګونه ولسي وګړو یرغمل کړي او تر اوسه یې دمرګ او ژوند په اړه معلومات نه لري.

داعش وسله والو د بر پچیر سیمه کې د روانو عملیاتو او د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي،خو له تېرو څو ورځو راهیسې په ننګرهار کې له خپلې (ایف ایم) رادیو څخه اعلان کوي چې په بر پچیر کې ایسارو ښځو او ماشومانو سره هیڅ کار نه لري.

XS
SM
MD
LG