د لاس رسي وړ اتصالات

د څار اداره: د حاجيګک کان باید سم استعمال شي


د څار اداره: د حاجيګک کان باید سم استعمال شي
د څار اداره: د حاجيګک کان باید سم استعمال شي

د څارنې یوې ادارې اندېښنه ښودلې چې که د حاجي ګک له کان څخه سمه استفاده ونشي نو په خلکو کې به له کانونو نه کرکه پیدا شي.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کانانو د کیندنې په اړه د څارنې یوه خپلواکه اداره رپوټ خپروي.

د افغانستان د پراختیا د څار ادارې پدې اړه افغان دولت ته شپارښتنې هم کړي دي.

دا اداره وایی د حاجی ګک کان کولای شي د عایداتو، کاري فرصتونو او د هیواد د ودې او پرمختګ لپاره په یوې ښې سر چینی بدل شي. خو که ددې پراخې او بی پایه زیرمې نه په سمه توګه کار وا نخیستل شي هغه څه به را منځته شي چې دغې ادارې ورته د سرچینو د کرکې د پدیدې نوم ورکړی دی.

د څارنې دغې ادارې د حاجی ګک د کان په اړه په څیړنیز رپوټ کې ویلي د جګړه مارو ګټه پالنه او د چاپیریال ګواښونه کولای شي ددې پروژې د بریالیتوب په مخ کې خنډ شي.

اداره ټینګار کوي چې دا زیرمې باید په فني دول وکیندل شي او سمه استفاده ورڅخه وشي.

دا اداره اندیښنه څرګندوي چې کیدای شي په سیمه کې ددې کان پر سره د بیلابیلو سیاسي ډلو تر منځ اخ و ډب را منځته شي او دا سیمه د رقابتونو میدان وګرځي.

له همدی امله دوی دولت ته وړاندیز کوي چې د قراردادونو په ورکړې کی دې مدني ټولنې ته د یو لړ واکونو تر څنګ د څار رول هم ورکړ شي.

په افغانستان کې دې د اوسپنی د ویلې کولو د یوې کارخانې سره موافقه وشي. د چاپیریال ساتنې اداره باید د کان د پراختیا لپاره شفاف لارښود چمتو کړي او هغو خلکو ته دې معادلې مځکې ورکړل شي کوم چې ځمکې یې د کانونو د پراختیا په سیمه کې راځي.

د بامیانو ولایت د کالو په سیمه کې د ډیرو عامو خلکو ځمکې دي.

یوه برتانوي اداره د خپلو څیړنو په لړ کې وایي افغانستان نن سبا د ۱۴۰۰ کانونو خاوند دی چې نږدې ۱،۳ تریلیونه ډالر شتمني لري.

د افغانستان د کانونو په اړه له ۷۰ کالو را پدېخوا بیلا بیلې څیړنې تر سره شوي دي.

XS
SM
MD
LG