د لاس رسي وړ اتصالات

د مسلمانانو لپاره د حلال ډیټینګ ځانګړی اپ جوړ شوی


ریحانه او لویز وايي چې دوې د مزمچ له لارې یو بل پیدا او واده وکړ
ریحانه او لویز وايي چې دوې د مزمچ له لارې یو بل پیدا او واده وکړ

د مسلمانانو لپاره د ښځې او مېړه د موندلو ځانګړی اپ جوړ شوی چې د حلال ډایټینګ اپ هم بلل کیږي. د دغه اپ جوړونکی شهزاد یونس وايي چې د مزمچ اپ (Muzmatch) له لارې یې تر دې دمه سلګونو مسلماناننو له یو بل سره ودونه کړي دي.

هغه وايي د امریکا غږ ته وویل چې د دغه کار هدف یوازې دا و چې په غرب او د نړۍ په نورو برخو کې له مسلمان ځوانانو سره د هغوی د خوښې د جوړې په پيدا کولو کې مرسته وشي.

ښاغلي یونس وویل "تر دې دمه د دغه اپ له لارې ۳۰۰ مسلمانو جوړو د خپل ژوند شریکان او ملګري پیدا کړي او ودونه یې کړي دي او ۲۵۰۰ نورو کسانو خپلې جوړې پیدا کړي او د واده لپاره مقدماتي خبرې یې پیل کړی دي".

هغه وايي دا اپ یې د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې جوړ شو، خو څو میاشتې مخکې ښه وپېژندل شو او خلکو ته وړاندې کړل شي.

ولې د حلال ډیټینګ اپ

په افغانستان، پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو کې چې اکثریت یې مسلمانان دي، د هلک او نجلې پیدا کولو دود او دستور جلا ده، خو هغه مسلمانان چې په اروپا، امریکا او نورو نا اسلامي هېوادونو کې ژوند کوي، تر ډېره له دې پلوه اندېښنه لري، چې د زامنو او لورګانو لپاره باید مسلمان ښخې او میړونه پیدا شي.

ښاغلي یونس وویل همدغې ستونزې ته په کتو یې دې کار ته ملا وتړله. هغه وايي په برتانیا او نورو هغو هېوادونو کې چې مسلمانان اقلیت دي، کورنۍ نغواړي چې اولادونه یې د نورو مذاهبو له خلکو سره ودونه وکړي چې اوس " دا اپ د جوړې موندل اسانه کړي دي".

ریحانه او لویز د امریکا د کنتکي ایالت اوسیدونکي دي چې وايي د همدې اپ له لارې یې یو بل پیدا او واده وکړ.

ریحانه وايي "زه نیمه پاکستانۍ او نیمه امریکایۍ یم، خو زما میړه د مکسیکو دی. الحمد الله، زه ډېره خوشحاله یم چې همدا تېره شنبه ( نومبر ۱۹) مو نکاح وتړله".

مزمچ د دوی تصویر او کیسه په خپل فیسبوک پانې هم خپاره کړي دي. د دغه اپ جوړونکی وايي سره له دې چې دا اپ د مسلمانانو لپاره جوړ شوی خو غیر مسلمانان یې هم کارولی شي.

ښاغلي یونس وايي دا مهال په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې ۱۳۰۰۰۰ کسانو د دوی په اپ کې ځانونه راجستر کړي دي.

په امریکا، اروپا او نورو پرمختلیو هېوادونو کې د ډایټینګ په نامه بېلابېل ویبسایټونه او اپ شته چې خلک په کې د ډېر او لږ وخت لپاره د خپل ژوند ملګري پیدا کوي. ددې ډلې څخه یوه هم د مسلمه ویبسایټ هم ده.

اپ په انډرویډ او ځېرکو تیلیفونو کې خلاصېدلی شي، چې د کارکوونکو پوره شهرت او یو تصویر هم په کې خپریږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG