د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر یوې محکمې حماس یوه ترهګره ډله اعلان کړه


د حماس ډلې پلویان
د حماس ډلې پلویان

د مصر یوې محکمې د فلسطین د حماس سازمان چې په غزه کې حکومت کوي، ترورېستي ډله اعلان کړه. همدغې محکمې یوه مېاشت مخکې د حماس پوځي څانگه ېوه ترورېستی ډله اعلان کړې وه.

محکمې دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې د شنبې په ورځ د قاهرې یوې محکمې د مصرد اخوان المسلمېن دوه لوړ پوړي مشران په دی تور په ابدي حبس محکوم کړل چې په ١٣٩٣ هجري شمسي کال کې د اخوان المسلېمن پرمرکزي قرارگاه د برید پر مهال یې د څو پولېسو په وژلو کې لاس درلوده.

په قاهرې د عاجلو مسایلو د حل د ځانگړې محکمې قاضي د شنبی په ورځ دغه پرېکړه اعلان کړه، حماس چې له مخکې نه هم ډېر منزوي شوی، د محکمې دا وروستۍ پرېکړه یې پر حماس د مصر یو بل ګوزار وباله.

د حماس د مشرانو او د مصر د حکومت ترمنځ اړېکې وروسته له هغې ډېرې خرابې شوې چې د مصر پوځ د غزې او مصر ترمنځ د رفعې او شمالی سېنا د سرحد په اوږدو کې د ځمکې لاندې پاتې تونلونه هم بند کړل.

د عاجلو مساېلو د محکمې قاضي محمد السعید په دې ټېنګار کاوه چې حماس په فعاله توگه لگیا دی د مصر امنېت کمزوری کوي او بله دا چې دهغه په قول حماس په مصر کی د بی گناه ملکیانو، پولیسو اوعسکرو په وژلو کې او تخریبي اعمالو کې لري.

خو د حماس ویاند سمېع ابوظهري د مصري چارواکو له خوا لگول شوي تورنه رد کړل او وویل چې د فلسطېن په ولس باندې د تورونو لگولو او د مقاومت د ټکولو سره په واقعېت کی د خپل ملک نوم بدناموي.

ده وویل"حماس د مصرۍ محکمې پرېکړه نه مني او لگول شوي تورونه د فلسطېن د ولس پرضد ېوه بله خاطرناکه حمله گڼي ځکه چې محمکه کوښښ کوي د فلسطین ولس او مقاومت د مصر دښمن اعلان کړي، اسرایلي اشغالگران خپل دوستان وگڼي او د خپل ملک سیاسي ناکراري او بې ثباتي خارج ته صادر کړي."

" "

مصرۍ محکمې یوه میاشت مخکې د فلسطېن د عزالدېن قسام لیواگانې چې له حماس سره تړلي دي، د یوې ترهګرې ډلې په نوم اعلان کړې وې.

د قاضي محمد السعېد په وینا، حماس د اخوان المسلمین د منع شوي گوند په ملاتړ فعالېت کاوه. په مصر کې ځېنې خلک حماس له عقیدوي نظره د اخوان المسلین برخه گڼي.

د اسرائېلو د جوړېدو نه مخکې مصر د ١٣٢٧ او ١٣ ۴٦ هجري شمسي کلونو ترمنځ پرغزه کنټرول درلوده.

د حماس مشرانو د مصر د معزول شوي جمهور رئېس محمد مرسي له حکومت سره نژدې اړېکې درلودې. د محمد مرسې حکومت پوځ په ١٣٩٢ هجري شمسي کال کې په زور له قدرت نه وغورځوه.خو څو وارې د مصر د پوځي استخباراتو رئېسانو په غزه کې د حماس او اسرایلو ترمنځ دغېر مستقیمو مذاکراتو منځگړتوب هم کړی، له بلې خوا یوې بلې محکمې د اخوان المسلېمن مشر محمد بدیع او یو بل لوړ پوړی مشر، په ١٣٩٢ کی قاهره کې د اخوان المسلمېن پر مرکزي قرارگاه د حملې په دوران کې په خونړیو نښتو کې د څو پولیسو په وژلو کې دلاس درلودلو په تور په ابدي حبس محکوم کړل.

XS
SM
MD
LG