د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی: د حکومت پر کړنو د رسنیو څار اړین دی.


جمهور رئیس کرزي د بیات د رسنیو د مرکز د پرانستلو په مراسمو کې وویل، حکومتونه باید د رسنیو تر څار لاندې وي که نه نو په خپل سریو به لاس پورې کړي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د بیات د رسنیو د مرکز د پرانستلو په مراسمو کې یو ځل بیا د بیان آزادي د افغانستان او افغانانو دپاره یوه لویه لاس ته راوړنه وبلله او زیاته یی کړه چې هغه د ټولو رسنیو فعالیتونه څارلي او په دې پوهیږي چې کومه رسنۍ د څه هدف لپاره کار کوي.

افغان جمهور رئیس وویل لدې وروسته به هم په افغانستان کې د رسنیو آزادي پرمختگ وکړي او تمه لري چې راتلونکی حکومت هم ددغې آزادۍ د لا ودې دپاره وهڅیږي.

جمهور رئیس کرزي
"په ډاډ سره د بیان ټولې ازادۍ او لیکل به د پخوا په څیر وړاندې ځي او راتلونکی حکومت هم مجبور دي چې په دې لار ولاړ شي او انشاالله ولاړ به شي دغه لاره په شا تلونکې نده ،خو موږ باید دغه لاره او هغه ازادي چې لرو یې د خبر او پیغام په رسولو کې د افغانانو ګټې په پام کې ونیسو، د هېواد دفاع او د هېواد د پرمختګ او د ملي یوالي په برخه کې ورنه ګټه پورته کړو."

جمهور رئیس کرزي زیاته کړه چې د بیان د آزادۍ څخه باید د افغانستان د خلکو د خیر او ملي وحدت دپاره کار واخیستل شي. په همدې حال کې د آریانا راډیو تلویزیون مشر احسان الله بیات په یادو مراسمو کې هیله وښودله چې د رسنیو دغه مرکز به په افغانستان کې د بېلابیلو قومونو د ملي یوالي د ټینګښت لپاره مهم رول لوبولوي.

هغه زیاته کړه: "هغه غږ چې له دغه مرکزه د ټولو غوږونو ته رسیږي، یادغږ به د ټولو قومونو او د افغانستان د باغیوره اوسېدونکو غږ وي، ترڅو چې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي هنر، فرهنګ، رواجونو او د هغو فکري یاداښتونو ته ښه انعکاس ورکړل شي او د ټول هېوادو اوسېدونکي یې دغه نندارې ته کېني."

ښاغلی کرزی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په تیره یوه لسیزه کې د افغان حکومت تر ټولو لویه لاس ته راوړنه د بیان آزداي په ګوته کیږي.

پدې مراسمو کې د مدني ټولنو غړو او حکومتي چارواکو گډون کړی و. دا مهال په ټول افغانستان کې څه باندې پنځوس تلویزونونه، څه دپاسه یوسلو پنځوس راډیوګانې او سلګونه چاپي رسنۍ خپرونې لري.

خو داسې انتقادونه هم کیږي چې یو شمېر خصوصي رسنۍ په هېواد کې د ملي ګټو پرځای ځېنو بهرنیو هېوادونو او ځانګړیو کړیو ته کار کوي.

جمهور رئیس حامد کرزي څه موده وړاندې په کابل کې څرګنده کړې وه چې ځینې رسنۍ د هېواد د ملي ګټو پر ضد خپرونې لري او هڅه کوي چې په افغانستان کې ملي یوالۍ زیانمن کړي.
XS
SM
MD
LG