د لاس رسي وړ اتصالات

د سرتاج عزیز د څرگندونو په اړه د واشنگتن او کابل غبرگون


د حقاني ډلې اکثر مشران د پاکستان په قبائیلي سیمو کې میشت دي.
د حقاني ډلې اکثر مشران د پاکستان په قبائیلي سیمو کې میشت دي.

واشنگتن او کابل د پاکستان د صدراعظظ د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز، د دوشنبې د ورځې د څرگندونو په اړه ویلي دي چې هغه هیواد باید د ترهگریزو گواښونو د له مینځه وړلو لپاره نور اقدامات هم وکړي.

ښاغلي عزیز ویلي دي چې په پاکستان کې د حقاني ډلې بنسټ له مینځه تللی، خو ددې ترهگرې ډلې ظرفیتونه په افغانستان کې غښتلي دي. د هغه په وینا پاکستان د افغانستان د پولې په اوږدو کې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکه او د طالبانو ډله سرکوب کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال مارک تونر بیا وایي چې د طالبانو او د حقاني شبکې د وژونکو تاوتریخوالیو د بندولو او د دې گواښونو په وړاندې دوه چنده مبارزې ته اړتیا ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست، هم ورته څرگندونې ککړې دي او ویلي یې دي چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ملي امینت سلاکارې سوسن رایس، پاکستان ته د خپل وروستني سفر په ترڅ کې د ترهگرۍ پر وړاندې د پاکستان د جدي مبارزې غوښتنه کړې ده

د دې تر څنگ د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي، د آشنا تلویزیون سره په خبرو کې یو ځل بیا د افغانستان د حکومت پر دریځ ټینگار وکړ او پاکستان یې د ترهگرو څخه په ملاتړ تورن کړ.

افغان مقاماتو تل ټینگار کړی دی چې د حقاني ډله او د هغه ټول جوړښت په پاکستان کې دی. د افغانستان حکومت د تیرو پیښو سربیره د حقاني ډله د کابل په ښار کې د وروستیو بریدونو په ترسره کولو ملامتوي چې په کې په لسگونو ملکي وگړي وژل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د حقاني شبکه د نړیوالو ترهگریزو سازمانونو په ډله کې شمیرلې ده. د امریکا د وسله وال پوځ پخواني لوی درستیز مایک مولن، د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی "اجرائیوي مټ" گڼلی و.

XS
SM
MD
LG