د لاس رسي وړ اتصالات

حقاني شبکه وايي رباني دوی ندی وژلی


حقاني شبکه وايي رباني دوی ندی وژلی
حقاني شبکه وايي رباني دوی ندی وژلی

بي بي سي وايي چې د حقاني د شبکې د مشر سره یې مرکه کړې ده. دغه شبکه د طالبانو سره اړیکې لري.

په یوې مرکه کې چې د بي بي سي په ویب پاڼه کې د دوشنبې په ورځ خپره شوې، د دغې شبکې مشر سراج الدین حقاني دا رد کړې ده چې ډلې یې د افغانستان د سولې د شورا مشر برهان الدین یې وژلی دی.

حقانی دغه راز وايي چې د حقاني شبکه چې پر په کابل کې د لویدیځو هیوادونو پر سفارتونو او قواوو د ورستیو بریدونو تور دی د پاکستان د استخباراتو د سازمان یا آی ایس آی سره اړیکې نلري.

د امریکا د پوځ د لویو درسیتزانو د کمېټې پخواني ریْس د سمندری قواوو سترجنرال مایک مولن د سنا یوې استماعیه غونډې ته تیره میاشت وویل چې د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتو د سازمان یا آی اس آی د غځیدلی بازو په توګه فعالیت کوي. ښاغلي مولن وویل چې د حقاني شبکې په کابل کې د ناټو پر قوماندانۍ او د امریکا پر سفارت باندي په بریدونو کې لاس درلود.

بي بي سي وايي چې د امنیتي ملحوظاتو پر بنا د حقاني سره مخ په مخ مرکه شونې نه وه نو ځکه هغه ته د یوه منځکړي له خوا نه پوښتنې ورواستول شوې او هغه بی بي سي ته بیرته ثبت شوي ځوابونه راواستول. بي بي سي وايي چې په دې باور ده چې په غږ کې کوم ځوابونه چې یې ترلاسه کړي دي هغه د خپله حقاني دي.

XS
SM
MD
LG