د لاس رسي وړ اتصالات

د انس حقاني د اعدام د حکم په تړاو د طالبانو خبرداری


افغان حکومت سږکال مې میاشت کې شپږو طالب بندیان اعدام کړل
افغان حکومت سږکال مې میاشت کې شپږو طالب بندیان اعدام کړل

افغان طالبانو امریکا غږ ته تائیده کړې ده چې کاناډايي تبعه جاشوا بویل، د هغه امریکایۍ میرمن کېتلن کولمن او دوه ماشومان یې د دې ډلې په اسارت کې دي او وایي دا ډله د خپلو شرطونو د منلو لپاره د کاناډا او امریکا د حکومتونو انتظار کوي.

په دې ویډيو کې چې اسوشېتېډ پریس آژانس یې، نشي تصديقولاى جاشوا بويل او میرمن یې کېتلن کولمن ښیي چې په ٢٠١٢ میلادي کال کې په افغانستان کې یرغمل شوي وو.

په ویډیو کې دغه ښځه او میړه د کاناډا او امريکا له حکومتونو څخه غوښتي چې پر افغان حکومت فشار راولي څو د طالب بنديانو د اعدام په برخه کې پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي.

د برمته شویو پیغام

جاشوا بویل وایي "زمونږه یرغمل نیوونکي د خپلو تلفاتو نه په ویره او سوچ کې دي او وایي چې غچ به یې زمونږ له کورنۍ نه واخلي؛ هغوی به د ښځو او ماشومانو، په گډون مونږ ټول ووژني."

په افغانستان کې د برمته شوي جاشوا بویل او کېتلن کولمن مېندې
په افغانستان کې د برمته شوي جاشوا بویل او کېتلن کولمن مېندې

په خپره شوې ویډیو کې میرمن کولمن خپلې کورنۍ ته ویلي چې طالبانو سره په اسارت کې يې دوه غبرگولي ماشومان هم پيدا شوي دي.

"زه د خپلې کورنۍ څخه هم غوښتنه کوم، زه پوهیږم چې د دې خبرې اوریدل به زما د کورنۍ لپاره ډیره دردونکې وي چې دا خلک غواړې په داسې یو عمل لاس پورې کړې او داسې به وکړي. نو که غواړئ، توان یې لرئ مونږ سره مرسته وکړئ."

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي امریکا غږ او اسوشیتیډ پریس آژانس سره په دري ژبې خبرې کړي او ويلي چې دا ویډيو نوې نه ده، بلکې تیر ميلادي کال کې ثبت شوې ده.

مجاهد د سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې جاشوا، کېتلن او دواړه ماشومان يې لاهم د دوى په اسارت کې دي او روغتيایي وضعیت يې هم ښه دی.

د خپره شوې ویډیو څیړنې
د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، د افغان طالبانو له خوا د خپرې شوې ویډيو د کره والي په اړه څېړنه کوي.

د دې وېډيو د خپرېدو په تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل

"د دې وېډيو د کره والي په اړه څېړنه روانه ده. ښکاره خبره ده چې موږ د امريکايي مېرمنې کېتلن کولمن او د هغې د کورنۍ د سلامتۍ په اړه اندېښمن يو، موږ د بشر دوستۍ پر اساس ژر تر ژره د دوى د خوشې کېدو غوښتنه کوو."

کاناډایي چارواکو ویلي د هغې ویډیو د خپریدو په هکله خبر دي چې پکې یو کانادایي برمته شوی سړی او د هغه امریکایۍ میرمن خبرداری ورکوي که چېرې افغان حکومت د طالب بندیانو اعدامول بند نکړل یرغمل نیوونکي به دوی او ماشومان یې ووژني. خو نور جزئیات یې ندي ورکړي.

اسوشیتد پرس لیکلي چې د دې وېډيو د ثبت نېټه هم نه شي تصديقولاى، خو په وینا یې که چیرې دا وېډيو رښتيا هم په ٢٠١٥ میلادي کال کې ثبت شوې وي، دا به له ٢٠١٣ میلادي کال راوروسته لومړی ځل وي چې دغه برمته شوي بهرنيان په يوه وېډيو کې ښکاره کیږي.

د طالبانو د یو جگپوړي چارواکي په وینا دا ویدیو ځکه پرون خپره شوه چې په افغان حکومت باندې د جلال الدین حقانی د زوی، انس حقانی د اعدامیدو د مخنوي لپاره فشار راوستل شي.

انس حقانی اوسمهال د افغانستان د یوې محکمې له خوا د مرگ سزا واورول شوه. د طالبانو یوه سرچینه وایي چې دغه بهرني ښځه او میړه د حقاني ډلې په بند کې ساتل کیږي.

افغان حکومت سږکال مې میاشت کې شپږو طالب بندیانو ته چې د مرگ سزا اورول شوې وه اعدام کړل. دغه طالبان په کابل کې په یوه برید باندې تورن و چې پکې د ٦٠ ډیر کسان ووژل شوي و.

XS
SM
MD
LG