د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې د ناټو د عمومي قومندان سره ځانګړې مرکه


د افغانستان په جنوب کې د ناټو د عمومي قومندان سره ځانګړې مرکه
د افغانستان په جنوب کې د ناټو د عمومي قومندان سره ځانګړې مرکه

د امریکا غږ خبریال حسیب الکوزي د افغانستان په جنوب کې د ناټو د عمومي قوماندان تورن جنرال جیمز ایل ټېري سره د جنوب پر اوسني وضیعت، افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیت د لېږد او دغه راز د افغان پوځ او پولیسو د روزنې په هکله ځانګړې مرکه کړې ده. د مرکې جزیات لاندي لوستلای شی.

د بشپړې مرکې د اوریدو دپاره دلته کلیک وکړی

الکوزی : د ټولو نه د مخه غواړم چې ستاسو نه مننه وکړم، تورن جنرال جیمز ایل ټېري چې مونږ ته مو وخت راکړی چې د افغانستان د جنوب د وضیعت په هکله ستاسو سره خبري وکړو.

تورن جنرال ټېري: مننه

الکوزی: افغانستان د خپل تاریخ په یوې حساسې شیبه کې دی چې کیدای شي په سیمه کې یو سوله ایز هیواد شي او یا هم په یوه ناکامه ملک بدل شي. تاسي د افغانستان د راتلونکي په هکله څومره خوشبینه یاست البته د افغانستان په بیلابیلو برخو کې شویو او کیدونکو پرمختګونو ته په کتو سره؟

تورن جنرال ټېري: دا زما لومړۍ نه بلکې دویم ځل دی چې افغانستان ته د ناټو د قومندان په توګه راځم. په لومړي ځل زه په کال ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کې په افغانستان کې وم او په زابل، کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې مي چې د ناټو د سهیلي قوماندانۍ مربوط کېږي، وخت تیر کړی دی.

د ۲۰۰۶ کال نه تراوسه پوري ما د افغانستان په جنوب کې د حکومتدارۍ او امنیت په برخو کې د پام وړ پرمختګونه لیدلي دي. دا د مونیتین ۱۰مې فرقې څلورم ځل دی چې افغانستان ته په ماموریت راځي. په مونږ کې داسي کسان هم شته چې یو واري نه بلکې دوه، درې واري افغانستان ته د وظیفې لپاره راغلي دي. مونږ د ۲۰۱۰ کال د نومبر په میاشت کې جنوب ته بیا راغلو او د هغه وخت راهیسي ډیر مثبت بدلونونه راغلي دي، مونږ د مني په یوه مبارزوي کمپاین کې چې تر ژمي پوري یې دوام وکړ د مخالفینو بریاوې ودرولې. د هغه نه وروسته مو په ژمي کې بل کمپاین پیل کړ چې تر پسرلي پوري یې دوام وکړ. په دې کمپاین کې مونږ هڅه وکړه چې د کلیو کوچنۍ شوراګانې د ولسوالیو سره ونښولو او په لړ کې یې ښه حکومتداري رامنځته کړو. د افغانستان جنوب د نورو سیمو په تله د امنیت له نظره ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري. زه فکر کوم چې مونږ په دې برخه کې ښه پرمختګ کړی دی. زه د مارچ په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان جنوب ته راغلم او په بیلابیلو برخو کې مي وخت تیرکړ. زه ارغنداب ته ولاړم، ژیړۍ ته ولاړم په پنجوايي کې مي لږ وخت تیر کړ، دغه راز زابل ولایت ته ولاړم او په هلمند او ارزګان کې مي هم څه وخت تیر کړ چې وضيعت وڅارم. هغه څه چې ما په دې مودې کې ولیدل او حالت مي د ۲۰۰۶ کال سره مقایسه کړ دا و چې په وضیعت کې مثبت بدلون راغلی دی. ما ولیدل چې خلګ د زابل، کندهار او هلمند پر غزیدلي لویې لارې باندي او دغه راز د سپین بولدک نه تر کندهار پوري پر غزیدلي لویې لارې باندي آزاد تګ و راتګ کوي. پخوا پر دې سړک باندي ډیر ماینونه او تعبیه شوي چاودیدونکي مواد وو، چې له بده مرغه اوس هم شته او افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي، خو پخواه خلګو ویره درلوده چې پر کوم ماین یا ځای پر ځای شوي چاویدونکي آلې باندي ور برابر نشي، لیکن اوس دا چاودیدونکي مواد د پخوا په اندازه نه دي بلکې په کښي کمښت راغلی دی.

الکوزی: زه هم دغو مسلو ته چې تاسو یادې کړې راتلم. تاسو په اصل کې یو لړ ډیرو مهمو مسلو ته اشاره وکړه، چې پکښي د خلګو مسله وه، د افغان ملي امنیتي قواوو مسله وه او د طالبانو د بریاوو درول او معکوسول وو. زه به ستاسو سره پر دې ټولو باندي خبري وکړم خو لومړی غواړم چې د خلګو په اړه ستاسو نظر وپوښتم.

تاسو څه فکر کویْ، ایا افغانان د ناټو او افغانستان د ګډ ماموریت ملاتړ کوي. هغه ماموریت چې هدف یې د افغانستان باثباته کول دي او ددغه ملک خلګو ته د ښه ژوندانه او با ثباته راتلونکې برابرول دي. آیا افغانان ستاسو پر ماموریت او ارادې باندي اعتماد لري؟

تورن جنرال ټېري: په عمومي لحاظ افغانان د ۳۰ کلنې جګړې نه خسته شوي دي. زه فکر نه کوم چې دوي دي غواړي چې مخالفین پرې حکومت وکړي او لکه د پخوا په شان دي تر نفوذ لاندي راولي. مونږ چې د امنیت د تامین لپاره هر چیري ځو، نو هلته خلګ زمونږ د ملاتړ لپاره راځي. دوي نه یواځي د ایتلافي قواوو ملاتړ کوي بلکې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ هم کوي. دوي دا ویني چې افغان ملي امینتي ځواکونه د ورځې په تیریدو سره پیاوړي کېږي.

الکوزی: تاسو د افغانستان نه د امریکايي قواوو د تدریجي وتلو په اړه څه وایاست؟ تیره میاشت، جمهور ریْس اوباما اعلان وکړ چې د سږ کال تر پایه پوري به د افغانستان نه ۱۰ زره امریکايي قواوې ووځي. د جمهور ریْس د دغې پریکړې اغیزه به د ناټو پر قواوو چې د افغانستان د حکومت د مخالفینو سره په جګړه کې راښکیل دي څه وي؟ ایا داسي خو به نه وي چې د ناټو تړون د عسکرو د کموالي سره مخامخ شي؟

تورن جنرال ټېري: په یوې مسلې باندې زه ډیر ډاډه یم او هغه دا چي د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه د ورځې په تیریدو سره ځواکمنه کېږي چې د خپل ملک امنیت تامین کړي. راغلو د جمهور ریْس د پریکړې موضوع ته، دا به ډیر مخکي له وخت وي چې زه د قواوو د تدریجي کموالي په هکله تبصره وکړم، ځکه دغه لړۍ لا په بشپړه توګه پیل شوې نه ده. خو زه باید دا وایم چې تر ۲۰۱۴ کال پوري به افغان ملي امنیتي ځواکونه د دې ځواکمنتیا پیدا کړي چې د افغانستان د امنیت مسولیت په غاړه واخلي. هغه څه چې ډیر مثبت دي دا دي چې خلګ اوس د مخالفینو نه د حکومت لوري ته را اړوي او د افغان ځواکونو ملاتړ کوي چې زما په اند دا د افغانستان او د افغانستان د جنوب لپاره یوه ډیره ښه او مثبته نښه ده.

الکوزی: تاسو د ۲۰۱۴ کال یادونه وکړه، جمهور ریْس حامد کرزي په یوه نړیوال کنفرانس کې چې په کابل کې دایر شو وویل چې د ملک امنیتي قواووې به یې د ۲۰۱۴ کال آه خوا ته د ټول ملک د امنیت د تامین چارې په خپله غاړه واخلي. آیا ستاسو په نظر دغه نیټه او دا پلان ممکنه دی البته د افغانستان د ملي امنیتي قواوو د روزنې بهیر ته په کتو سره؟

تورن جنرال ټېري: زه فکر کوم چې د افغانستان د ملي امنیتي قواوو د ښوونې او روزنې بهیر پر سمه روان دی. زه فکر کوم چې دوي به تر ۲۰۱۴ کال پوري ډیر پیاوړي او غېښتلي شي. البته د دې نېټې وروسته به هم زمونږ د ښوونې او روزنې بهیر ادامه وموندي.

الکوزی: د افغانستان په جنوب کې اوس مهال ناټو کومه تګلاره غوره کړې ده. ایا د ترهګرۍ ضد یا(کونټر ټیروریزم) تګلاره ده او که هم د یاغي ګرۍ ضد یا (کونټر انسرجینسي) تګلاره ده؟

تورن جنرال ټېري: مونږ اوس مهال په جنوب کې د یاغي ګرۍ ضد یوه جامع تګلاره پلي کوو. مونږ په سیمې کې لومړۍ امنیت تامین کړو، وروسته حکومتدارۍ ته وده ورکړو او په وروستي پړاو کې د سیمه ایز حکومت نه د خلګو د ملاتړ په موخه پراختیايي پروژې په لاره واچوو. باید ووایم چې مونږ پر مخالفینو باندي د پام وړ فشار ساتو او د هغوي نه مو زیات شمیر سیمې نیولي دي، داسي سیمې چې دوي پکښي پخوا حضور درلودی. مونږ په دې کې ډیر غېښتلي یو چې یاغیان د جګړې د ډګر نه پسي واخلوو.

په ژیړۍ او پنجوايي کې داسي ډیرې سیمې وې چې د طالبانو د کلونو راهیسي په واک کې وې، خو اوس مونږ دوي د دغو سیمو نه پسي اخیستي دي. مخالفین د جګړې د بایللو په حالت کې دي او بایلي به یې هم.

د دې ترڅنګ مونږ د ټولنو سره کار کوو چې د حکومت سره اړیکې پیدا کړي. همداشان مونږ یو لړ اساسي او مهم ګامونه هم اخیستي دي چې د زراعت په برخې کار وکړو، په کندهار کې مو د بریښنا او اوبو لګولو په برخه کې کار کړی تر څو په اوژمهاله کې د خلګو سره د اقتصاد په وده کې مرسته وشي.

الکوزی: زه به د ابو لګولو او برېښنا په برخه کې ستاسو سره وروسته خبري وکړم تاسو د دالې د بند موضوع هم یاده کړه، خو لومړۍ غواړم چې د هغې مسلې په باب ستاسو نظر وپوښتم چې مخکي مو ورته اشاره وکړه. دطالبانو بریاوې او ددغو بریاوو درول او معکوسه کول. تاسو د ۲۰۱۰ کال طالبان د ۲۰۱۱ کال د طالبانو سره څنګه مقایسه کویْ. آیا طالبان ضیعفه شوي دي؟ آیا غېښتلي شوي دي؟ په بلې عبارې باندي آیا ناټو د طالبانو بریاوې درولي او معکوسې کړي دي کنه؟

تورنجنرال تیري: زه فکر کوم چې مونږ د طالبانو بریاوې درولي دي. زما په آند مونږ ته هغه څه چې په کار دي چې باید و یې کړو دا دي چې خلګ راټول او د ځان کړو او بالاخره د طالبانو بریاوې معکوسې کړو. باید ووایم چې تر اوسه پوري لا ۲۰۱۱ کال بشپړ شوی نه دی. زه دلته د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې راغلم او د هغه نه وروسته ستر بدلون دا دی چې اوس مونږ ټولې هغې سمې په لاس کې دي چې یو وخت د طالبانو په لاس کې وې. د دوي هڅه اوس دا ده چې دغه سیمې چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د دوي څخه اخیستل شوي دي بیرته تسخیر کړي.

الکوزی: تاسو د طالبانو د نوي تاکتیک په باب څه فکر کویْ چې د حکومت لوړ ربته کسان په نښه کوي. آیا ناټو په دې برخه کې کومه ځوابي تګلاره لري او آیا د افغان ملي امنیتي قواوو سره یې دغه تلګاره شریکه کړې ده.

تورن جنرال ټېري: لومړۍ باید ووایم چې دا د ډيرې بدمرغۍ ځای دی چې دوي دا تاکتیک غوره کړی دی او په خلګو کې ویره او ډار خپروي. دوي خلګ تهدیدوي او تروروي. زمونږ ځانګړي ځواکونه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو سره کار کوي. زما په اند په دې برخه کې د ناټو او افغان ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ باید د استخباراتو معلومات شریک کړل شي. باید افغانان د ځانګړو ځواکونو په توګه وروزل شي چې د دې ستونزې چاره وکړي. او دغه راز د پولیسو سره هم د استخباراتو په برخه کې کار وشي ترڅو هغه کړۍ او مشران یې په نښه شي چې دغه راز ترورونه کوي. مونږ دغه کار هره ورځ کوو او هڅه کوو چې ددغه راز خاصو عملیاتو مشري هم افغان ملي امنیتي ځواکونو ته ورکړو .

الکوزی د وروستۍ پوښتنې په توګه: لکه څنګه چې څرګنده ده، د دې دپاره چې د خلګو ملاتړ ترلاسه شي خلګ باید په بیلابیلو برخو کې پرمختګونه وګوري، لکه ښوونځي، کلینیکونه، سړکونه او نورې پراختیايي پروژې په لاره واچول شي. د افغانستان په جنوب کې د ناټو د رغونې او بیارغونې په برخه کې ونډه څه ده. د بیلګې په توګه د دالې بند کیدای شي چې یوه ښه پروژه اوسي. د دې پروژې په لړ کې به هم خلګ په دنده وګمارل شي، هم به برېښنا تولید شي او دغه راز د خلګو په اقتصاد کې به بدلون راشي. آیا ناټو په دغه راز برخو کې پانګه اچونه کوي؟

تورن جنرال ټېري: کاناډایانو په کندهار کې یوه غټه د اوبو ورکونې پروژه په لاره اچولې وه چې د ارغنداب د سیند نه یې اوبه د کندهار تر ښاره راتلې. دې کار د زراعت په برخه کې ډیر زیات فرصتونه رامنځ ته کړل. دا یواځي یو مثال دی. تیر کال مونږ ۳۰ زره میټریک ټنه انارو په انتقال کې مرسته وکړه.

هغه څه چې ما خپلو قوماندانو ته ویلي دي دا دي چې زمونږ ډالر هر ځای چې لګیږي باید د زراعت په برخه کې ولګېږي چې د خلګو سره مرسته وشي. یعنی د اوبو ورکونې په برخو د سړکونو د جوړولو په برخه کې او داسي نورو برخو کې چې د افغان بزګرانو سره او د دوي د زراعت په برخه کې مرسته وشي. مونږ زیات شمیر سړکونه جوړ کړي او ترمیم کړي دي ترڅو بزګرانو ته چې خپل حاصلات مارکیټ ته رانتقالوي، آسانتیاوې برابرې شي.

الکوزی: ستاسو نه ډیره مننه.

XS
SM
MD
LG