د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په لویو ښارونو کې له کرکې زیږنده جرمونو زیاتیدل


یو نوی رپوټ د نیویارک، شیکاگو او کولمبوس په گډون لږ تر لږه د امریکا په اوو ښارونو کې له کرکې څخه د زیږنده جرمونو زیاتوالی ښیي
یو نوی رپوټ د نیویارک، شیکاگو او کولمبوس په گډون لږ تر لږه د امریکا په اوو ښارونو کې له کرکې څخه د زیږنده جرمونو زیاتوالی ښیي

پر یهودانو او مسلمانانو باندې د حملو په گډون له کرکې زیږنده جرمونه، په ٢٠١٦ میلادي کال کې د امریکا په عمده ښارونو کې زیات شوي چې د یوې نوې څیړنې په بنسټ د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په لړ کې زیات شوي او پرته له دې چې کم شي، دوام لري.

هغه اطلاعات چې د کالیفورنیا د ایالتي پوهنتون د کرکې او افراطیت د څیړونو د مرکز څیړونکو د پولیسو او حکومتي ادارو د خپرو شویو معلوماتو په بنسټ راټول کړي دي د نیویارک، شیکاگو او کولمبوس په گډون لږ تر لږه په اوو ښارونو کې له کرکې څخه د زیږنده جرمونو زیاتوالی ښیي.

د کرکې نه زیږنده جرمونه کوم دي؟

د امریکا د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي اداره د کرکې څخه زیږنده جرم داسې تعریف کړی دی: "د یو شخص یا ملکیت پر ضد جنایي تیری چې تر یو حده یا په کلي توگه د یو نژاد، دین، معلولیت، جنسي لیوالتیا، قومیت، جنسیت یا جنسي هویت په وړاندې د یو مهاجم د کرکې زیږنده وي".

د فدرالي پلټنو د ادارې وروستی رپوټ چې په تیر نومبر میاشت کې خپور شو، په ٢٠١٥ کې ددې ډول جرمونو په سلو کې اوه زیاتوالی ښوده، چې د مجموعي شمیرې څخه ٦٧ فیصده یې د مسلمانانو پر ضد جرمونه وو.

د کرکې او افراطیت د څیړنې د مرکز رئیس براین لیوین، وایي دوی غواړي معلومه کړي چې په اوو یادو ښارونو کې ددې ډول جرمونو زیاتیدل په ټول هیواد کې یو ډول چلند له مخې دي او که نه.

په ٢٠١٧ کې د کرکې زیږنده جرمونو د متحده ایالاتو په څو سیمو کې مخ په لوړیدو وو چې د یهودانو ټولنیزو مرکزونو او ښوونځیو ته وروستي بمي گواښونه او جوماتونو او مسلمانانو ته تیلیفوني گواښونه یې ښه نمونې دي.

هغه جرمونه چې نه دي رپوټ شوي

د نیویارک ښار د پولیسو د ادارې د شمیرو له مخې د نیویارک په ښار کې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې نه د مارچ تر پنځمې پورې د کرکې زیږنده ۱۰۰ جرمونه شوي چې د تیر کال د همدې نیټې په پرتله ٧١ فیصده زیاتوالی ښیي. د نیویارک په ښار کې د یهودانو پر ضد د کرکې نه زیږنده جرمونه ١٨٩ فیصده او د مسلمانانو پر ضد ١٥٠ فیصده زیات شوي دي.

د نوامبر د میاشتې د انتخاباتو وروسته دریو میاشتو کې د شیکاگو ښار پولیسو د کرکې یا نفرت نه زیږنده ٢٢ جرمونه ثبت کړي دي چې ١٣ مورده یې د ٢٠١٧ کال په لومړیو پنځه اونیو کې شوي دي او د ٢٠١٦ کال د پنځو لومړیو اونیو په پرتله درې چنده زیاتوالی ښیي.

د قانون په رڼا کې د مدني حقونو لپاره د شیکاگو ښار د وکیلانو کمیټې د امریکا غږ ته وویل چې په شیکاگو کې د نفرت یا کرکې زیږنده جرمونه د اکثرو نورو ښارونو په څیر یا د کرکې نه د زیږنده قوانینو څخه د قربانیانو د نه خبرتیا او یا هم پولیسو ته ددې ډول جرمونو د رپوټ ورکولو څخه د ډار په وجه تر ډیره نه رپوټ کیږي. هغه وویل "دا جرمونه له هغه اندازې نه چې پیښیږي، ډیر کم رپوټ کیږي".

د الاباما ایالت په مانتگومري ښار کې میشت د فقر مرکز چې د کرکې نه د زیږنده جرمونو په څیړلو شهرت لري، د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروسته د درې میاشتو په ترڅ کې ١٣٧٢ د کرکې، ازار او یا گواښنې څخه د زیږنده جرمونو رپوټ ورکړی دی.

د اسلام ضد ډلې

د فقر [غربت] د حقوقي مرکز تحقیقي راپورتر د امریکا غږ ته وویل "د هغه څه په بنسټ چې مونږ یې گوروو، داسې ښکاري چې د کرکې نه زیږنده جرمونه په ډیریدو دي".

ددې مرکز د رپوټ په بنسټ چې تیره میاشت خپور شو د کرکې زیږدونکو ډلو شمیر په ٢٠١٦ کې ٩١٧ ډلو ته لوړ شوی دی. دا شمیر په ٢٠١٥ کې ٨٩٢ ډلې و. د مسلمانانو پر ضد ډلو د پام وړ زیاتوالی هم لیدل کیږي چې په ٢٠١٥ کې ٣۴ ډلې و او په ٢٠١٦ کې ١٠١ ډلو ته لوړ شوی دی.

د کرکې زیږنده جرمونو په زیاتیدو کې څو عاملونو رول لوبولی دی. په داسې حال کې چې وروستۍ ترهگریزه حملې او تندې سیاسي لفاظۍ د مسلمانانو پر ضد تاوتریخوالي د پراخیدو انگیزه گڼل کیږي، ښاغلی لنز وایي چې د یهودانو په وړاندې ضدیت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ملتپاله احساساتو نه سرچینه اخلي.

د جمهور رئیس له لورې محکومیدل

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د فبرورۍ په ٢٨ په کانگرس کې په پخپله وینا کې پر امریکایي یهودانو او هندیانو باندې وروستي بریدونه وغندل او وویل "مونږ یو داسې هیواد یو چې د هر ډول کرکې او شیطنت په وړاندې متحد یو".

په دې ترڅ کې امریکایي سناتورانو د تحقیقاتو فدرالي ادارې، لوی څارنوالۍ او دمتحده ایالاتو د داخلي امنیت وزارت ته لیک استولی او ددې ډول گواښونو په وړاندې یې د یهودانو د ښوونځیو او مرکزونو د ساتنې لپاره د فدرالي حکومت زیاته مرسته غوښتې ده.

د شیکاگو د ښار د وکیلانو د کمیټې څخه خانم شومن مور، وایي چې د هغې سازمان د عدلیه وزارت او د کورني امنیت د وزارت له مامورینو سره تماس نیولی او د هغې په وینا "هغوی د کرکې نه د زیږنده جرمونو په وړاندې مبارزې ته خپله ژمنتیا څرگنده کړې ده".

میرمن شومن مور دا هم وویل "ډیره مهمه ده چې جمهور رئیس د کرکې زیږنده جرمونو پر ضد واقعاً جدي وینا وکړي".

XS
SM
MD
LG