د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په نادعلي کې بیا جګړو زور اخیستی


په نادعلي کې جګړې تیره شپه پیل شوي دي.
په نادعلي کې جګړې تیره شپه پیل شوي دي.

چارواکي وایي، د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو ځل بیا د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمڼخ جګړو زور اخیستی، چې په ترڅ کې تیره شپه دیرش وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، چي په دغه جګړه کې د وژل شوو وسله والو دولس جسدونه لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي .

نادعلي ولسوالي د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار له څلورمې حوزې باباجي سیمې سره په څنګ کې پرته ولسوالۍ ده چې لښکرګاه ته تر ټولو نږدې ولسوالۍ بلل کیږي .

د هلمند والي حیات الله حیات امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې دا ومنله چې په نادعلي ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفینو په ځينو سیمو کې پرمختګ کړی خو افغان ځواکونو يې پر ضد ځپونکې ګامونه هم اخیستې دي.

ښاغلي حیات وويل " نادعلي ولسوالۍ کې د پېښو شویو امنیتي ستونزو د مخ نیوي لپاره پرون او نن سهار وختي ځانګړې کمانډو او ضربتي ځواکونه استول شوي ، دښمن مو سخت زیان لیدلی چې د وژل شویو وسله والو له ډلې څخه يې د ۱۲ تنو جسدونه په سیمه کې پراته دي ".

نوموړي زیاته کړه چي کیداشی د دولت وسله وال مخالفین په ځینو سیمو کې پرمختګونه ولري خو د افغان ځواکونه په قوي مرال د خپلو سیمو په ساتنه کې خپل قوت ثابت کړی .

د نادعلي ولسوالۍ د پرمختیايي شورا مشر محمد نبي الفت امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې که نظامي مسئولین د نادعلي د امنیتي حالت د سمون لپاره بیړني او اغیزمن ګامونه وانخلي ممکن دا ولسوالۍ هم د هلمند د نورو ولسوالیو په سرنوشت اخته شي .

وسله والو طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د جګړې په اړه ادعا کړې چې د ولسوالۍ د ولډینګ د څلور لارې په سیمه کې ۳۹ امنیتي سرتیري دوی ته تسلیم شوي او دهغوی پوستې یې تر خپلې ولکې لاندې را وستي دي .

د هلمند لپاره د ولسمشر اشرف غني له لوري ټاکل شوي د ا منیت قواوو د همږغۍ مسئول جنرال عبدالجبار قهرمان وايي چې له خپلې دندي څخه يې ځمکه استفا ور کړې چې د هلمند جګړه اقتصادي جګړه ده.

د ښاغلي قهرمان د ادعا له مخې په دې جګړه کې تر ډيره پورې د اشخاصو او چارواکو ګټې ساتل کیږي .

خو نوموړی په څرګنده د اشخاصو او چارواکو نومونه نه اخلي .

هلمند د جغرافیه وي موقعیت له پلوه د ټول افغانستان لسمه برخه جوړه وي.

د افغانستان د چارو یوشمیر کارپوهان نشه يي توکي ، معدنونه ، د ځمکې مافیا او د هلمند سیند اوبه ددغه ولایت د نا ارامۍ عمده سببونه ګڼي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG