د لاس رسي وړ اتصالات

Voice/HBOخبریاله: نذیر احمد حنفي زما سپکاوی کړی


میرمن ازوبل وایي " پخپل ټول ژوند کې ورته چا دومره توهین نه و کړی"

میرمن ازوبل وایي " پخپل ټول ژوند کې ورته چا دومره توهین نه و کړی"

د امریکایي تلویزوني شبکې ایچ بي او خبریاله ازوبل یانګ وایي چې د افغانستان د پارلمان غړي نذیر احمد حنفې د هغې سپکاوی کړی.

میرمن یانګ چې تیره اوونۍ یې د ښاغلي حنفي سره په افغانستان کې د میرمنو د حقونو په هکله مرکه درلوده، امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې د افغانستان د ولس نه وغوښتل چې د ولسي جرګې ددغي غړي د استعفا غوښتنه دې وکړي.

د ایچ بې او تلویزوني شبکې خبریاله ازوبل یانګ چې افغانستان ته د میرمنو د حقونو په هکله د یوه مستند راپور د جوړولو لپاره تللې ده، وایي چې د افغانستان د پارلمان غړي نذیر احمد حنفي په مرکه کې ورته سپکاوی کړی.

میرمن یانګ وایي، ښاغلي حنفي د مرکې پر وخت هغې ته د یوې انسان په سترګه نه کتل او پوښتنو ته یې هم سم ځواب نه وایه. ازوبل یانګ وایي د پارلمان غړي نذیر حنفي زما سره ډیرې خبرې نه کولې او ټول پام یې په کوټه کې ناستو سړیو ته و.

" ما ته د انسان په سترګه نه کتل دومره ناوړه کار نه و خو هغه خبر چې ما ته یې د مرکې پر وخت وکړه ډیر بده وه. د هغه دا ډول چلند د یوې میرمنې سره د هغو سپکاویو او بې احترامیو یوه ډیر کوچنی مثال دی چې افغان میرمنې ورسره هره ورځ مخ کیږي.

میرمن ازوبل وایي " ښایي حنفی به په هغې پوښتنې پاریدلی وي چې د میرمنو سره د زورزیاتي د مخنیوي د قانون په برخه کې ترې وشوه.

د همدې پوښتنې نه وروسته د پارلمان غړی نذیر احمد حنفي په غصه شو او د اېچ بې او خبریالې ازوبل یانګ ته پداسې حال کې چې مخ یې خپلو ملګرو ته و، په ملنډو وویل " بس کړه نورې پوښتنې دي او ښه به وي چې تا یو افغان ځوان ته په لاس ورکړم چې، له پوزې نه یې درته وباسي- په بد ډول درباندې جنسي تیری وکړي-. "

میرمن ازوبل وایي " پخپل ټول ژوند کې ورته چا دومره توهین نه و کړی"

هغې په مرکې کې دا هم وویل " زه نیکرغه وم چې یوه بهرنۍ وم او محافظین هم راسره و. "

د پارلمان غړي ښاغلي نذیر احمد حنفي سره لدې چې په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې ښکاره لیدل کیږي، د ایچ بې او د خبریالې ازوبل یانګ ته څه وايي، د آزادۍ رادیو سره مرکه کې رد کړه چې اصلاً یې داسې مرکه نده کړې او بر عکس یې د میرمن یانګ نه وغوښتل چې د هغه نه بښنه وغواړي.

میرمن ازوبل وایي " د ښاغلي حنفي شان خلک باید چې د افغانستان په پارلیمان کې نه وي چې د میرمنو په خلاف زورزیاتي کولو ته خلک هڅوي.

" که چیرته واک د ښاغلي حنفي په شان د خلکو په لاس کې وي د سړیو او میرمنو تر منځ د مساوات ستونزه به همداسې پاتې وي. زه د افغانستان د ولس نه غواړم چې د هغه د استعفا غوښتنه دې وکړي. "

ازوبل وایي دغه ډول کسان قدرت ته د رسیدو لپاره د میرمنو مخه نیسي او باید چې په واک کې نه وي.

په انگلیسي ژبه ددې خبریالې مرکه دلته واورئ:

XS
SM
MD
LG