د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې د یو سیاسي ګوند پر مظاهرې چاودنې شوې


په ترکیې کې د یکشنبې په ورځ پارلماني انتخابات کیږي، چې مخالف سیاسي ګوندونه هڅه کوي، تر واکمن ګوند ډېرې څوکۍ وګټي.
په ترکیې کې د یکشنبې په ورځ پارلماني انتخابات کیږي، چې مخالف سیاسي ګوندونه هڅه کوي، تر واکمن ګوند ډېرې څوکۍ وګټي.

په ترکیې کې تر پارلماني ټاکنو دوه ورځې مخکې د کردانو د یوې ملاتړې سیاسي ډلې د مظاهرو پر مهال دوه پرلپسې چاودنې شوي دي.

چاودنې د ترکیې د دیاربکیر په ښار کې د جمعې په ورځ ناوخته وشوې چې، څلور تنه په کې ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول.

د خلکو ډیموکرات ګوند چې د کردانو لپاره مبارزه کوي، دغه مظاهره جوړه کړې وه.

راپورونه وايي چې کله خلکو زخمیان انتقالول پوځي ګاډي د خلکو پر ګڼې ګوڼې تېر شول. امنیتي ځواکونو اوبه وشېندلې او اوښلن ګاز یې وکاروه چې د خلکو ګڼه ګوڼه خوره وره کړي.

د زرګونو مظاهره چیانو له ډلې یې یو شمېر پر پولیسو ډبرې وارې کړې، خو نورو یې بیا سیمه پرېښوده.

دخلکو د ډیموکراتیک ګوند مشر صلاح الدین دیمرتاز پر خلکو غږ کړی چې ارامه شي، خو، ویې ویل چې ولې په داسې یو وخت کې چاودنې وشوې.

دغه کردپلوه ګوند، د ولسمشر واکمنه ډله له یو لړ ازموینو او ننګونو سره مخامخ کړې دې، که د کردانو دغه پلوۍ ډله د یکشنبې په انتخاباتو کې ۱۰ فیصده رایې خپلې کړي، په پارلمان کې به د ترکیې د ولسمشر اردوان له ګوند څخه یو شمېر څوکې وګټي.

د مخالفو سیاسي ګوندونو پر ضد نفرت او قهر زیات شوی دی، د پنجشنبې په ورځ د ایزمیر په ښار کې هم د همدغې ډلې په یوې بلې غونډې برید وشو او امنیتي ځواکونو هم د مظاهرې د ګډوډولو په خاطر اوښلن ګاز او اوبه وکارول.

هېچا هم د جمعې د ورځې د چاودنو مسولیت نه دی اخیستی، خو چارواکي وايي چې پلټنه روانه ده.

له چاودونو وروسته د دیاربکیر اوسېدوونکي ماښام ناوخته بیا لارو کوڅو ته را ووتل او د خلکو د ډیموکراتیک ګوند بېرغونه یې رپول.

XS
SM
MD
LG