د لاس رسي وړ اتصالات

د پروان د عالمانو شورا رئيس ووژل شو


د پروان پولیس وايي، د دغه ولایت د عالمانو د شورا رئيس مولوي عبدالرحیم‌شاه حنفي په دفتر کې د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ښاغلی حنفي وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پروان د امنیې قومندان جنرال زمان مموزي امریکا غږ ته وویل، پیښه نن سهار اته بجې د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار په مرکزي دارلعلوم کې د ښاغلي حنفي د کار په دفتر کې د هغه د بالښت تر شا د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د ښاغلي مموزي پر وینا، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د پروان د عالمانو د شورا رئيس زده‌کوونکو ته پر ښوونې بوخت وو.

جنرال مموزي وویل "موږ د هغه د ساتنې لپاره ځانګړي تدابیر درلودل، ورته په نوبت پهیره کیده، اوس مو څلور تنه هغه کسان نیولي چې سهار او ماښام یې د هغه د ساتنې لپاره په نوبت پهیره کوله."

ښاغلي مموزي زیاته کړه، چې له نیول شوو کسانو څخه تحقیقات پیل شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې چاودنې له قُربانیانو سره د خواخوږۍ سربیره پر دیني مدرسې برید په کلکه غندلی او دا یې د تروریستي ډلو کار بللی دی.

د ارګ په خپور شوي بیان کې ښاغلي غني ویلي "تروریستي ډلې چې هیڅ دین او قانون ته درناوی نه لري، تل د پردیو د شومو موخو لپاره په دیني علماو او منبر، ښځو ، ماشومانو او مقدسو ځایونو تروریستي بریدونه کوي."

ولسمشر غني ټینګار کړی، هغه کسان چې بشري ضد جنایتونه ترسره کوي او بې‌ګناه خلک په نښه کوي، په هر ځای کې چې وي افغان ځواکونه به یې وځپي.

د دغه برید مسولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې منلی نه دی.

XS
SM
MD
LG