د لاس رسي وړ اتصالات

د وردګو د علماوو د شورا مشر او زوې یې ټپېان شول


د مولوي عزیزالرحمن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ندی

د مولوي عزیزالرحمن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ندی

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش امریکا غږ ته وویل د ماین دا چاودنه د پل ارتل په سیمه کې د ابن سینا روغتون ترڅنګ وشوه. د ښاغلي دانش په خبره چې په چاودنه کې د میدان وردګو د علماوو د شورا مشر، مولوي عزیز الرحمن صدیقي، یوه ساتونکی یې او یو بل کس ټپېان شوي.

مولوي عزیز الرحمن صدیقي، اکثراْ په تلویزیونونو کې د افغان دولت وسله وال مخالفین غندي خو طالبانو تر اوسه د پېښې پړه پر ځان نده منلې.

د میدان وردګو د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د مولوي صدیقي د رنجر په موټر کې چاودیدونکي مواد ځای په ځای شوي وو، بل ټپي کس د مولوي صدیقي زوی دی چې په رنجر کې ورسره ناست وو.

د خوږیاڼي په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې مولوي صدیقي له کابل نه میدان وردګو ته په لاره وو. په خپله د مولوي صدیقي او د هغه د ساتونکي روغتیايي وضعیت ښه دی خو د زوی ټپ یې د اندېښنی وړ دی.

ښاغلی خوږیاڼي وویل چې د میدان وردګ امنیتي چارواکو مولوي صدیقي ته د امنیت لپاره رنجرې هم ورکړې وې.

پر مولوي عزیز الرحمن صدیقي دا څلورم برید وو، پخوا هم پرې درې نور بریدونه شوي وو، چې له پخوانیو درېیو بریدونو هم روغ رمټ وتی وو.

حیرتان کې انتحاري برید

د یکشنې په ورځ د بلخ ولایت د حیرتانو په سرحدي ښارګوټي کې هم یو ځانمرګی برید شوی چې یو کس یې وژلی او یو یې ټپي کړی دی.

په مزار شریف کې د امریکا غږ خبریال میرویس بېژن وايي، په موټر سایکل سپاره چې له ځان سره چاودیدونکي مواد لېږدول د سرحدي پولیسو پر موټر چاودنه وکړه.

د بلخ د پولیسو د امنیت امر عبدالرزاق قادري ویلي چې دا پېښه نن یوولس بجې شوې ده، پدغه پېښه کې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

XS
SM
MD
LG