د لاس رسي وړ اتصالات

د انتي‌بیوتیک استعمال د کولمو په سرطان اخته کیدو سره تړاو لري - څیړنه


په بریتانیا کې یوې نوې څیړنې د انتي بیوتیک د استعمال او د سرطان په مشخصو ناروغیو باندې د اخته کیدو ترمنځ له اړیکو پرده پورته کړې او ښودلې ده چې د انتي بیوتیکو استعمال د کولمو د سرطان خطر زیاتولی شي.

ددې نوې څیړنې نتیجې ښیي چې د انتي بیوتیکو استعمال په کولمو کې د گټورو بکتریاو د له منځه تللو سبب کیږي او د مضرو بکتریاو زیاتیدو ته زمینه برابروي؛ هغه بکتریاوې چې ښایي سرطاني وي.

پدغه څیړنه کې د ١٩٨٩ نه تر ٢٠١٢ پورې د ۱۱.۳ میلیون کسانو معلومات څیړل شوي دي.

ددې څیړنې اساسي برخه د هغو درملو د نوعیت او اندازې په اړه جزییات دي چې ډاکتر ته د مراجعې پر وخت دغو کسانو ته تجویز شوي دي.

ددغې څیړنې تمرکز د هغو انتي بیوتیکونو څیړنه وه چې د خولې له لارې استعمالیږي، خو تر اوسه د کولمو د باکتریاو په ترکیب باندې د پیچکارۍ له لارې د مصرف شویو انتي بیوتیکونو د اغیز په اړه ډیر کم معلومات شته.

پوهان پدې پوهیدلي چې په څیړنه کې ٧٠ فیصده شامل کسان چې د کولمو په سرطان اخته وو په څیړنه کې د نورو شاملو افرادو په پرتله زیات او په پرله پسې توگه انتي بیوتیک استعمالولو.

په نړۍ کې د انتي بیوتیکونو استعمال زیات شوی دی او د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۱۰ پورې ۳۵ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی چې په کال کې شاوخوا ٧٠ میلیارده ډوز انتي بیوتیک استعمال شوي دي، پدې معنی چې په کال کې هر انسان ته لس ډوزه انتي بیوتیک تجویز شوي دي.

د انتیي بیوتیکونو د استعمالولو زیاتوالی په ځانگړې توگه د هغې بیځایه او غیر اړین تجویز د درملو په وړاندې د مقاومت ستونزه ایجاد کړې چې د پوهانو د جدي اندیښنې سبب شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د انتي بیوتیکونو په وړاندې مقاومت "د نړیوالې روغیتا او غذایي امنیت په وړاندې ستر گواښ" گڼلی دی چې د زیات شمیر بیماریو په ځانگړې توگه د سینه بغل، توبرکلوز، سوزاک او محرقې په څیر ناروغیو لپاره د درملو د جوړولو ستونزې یې رامنځ ته کړي دي.

XS
SM
MD
LG