د لاس رسي وړ اتصالات

د لړم له زهرو به انتي بیوتیک جوړ شي


د لړم زهر سره له دې چې وژونکي دي، په درملو کې هم گټته اخیستل کیدای شي
د لړم زهر سره له دې چې وژونکي دي، په درملو کې هم گټته اخیستل کیدای شي

د هغو مکروبونو پراخیدل چې د درملو پر وړاندې قوي مقاومت کوي تر سرطان زیات د انسان روغتیا گواښوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې که د انتي بیوتیک په وړاندې د مقاومت کوونکو مکروبونو د درملنۍ چاره ونه شي، د ۲۰۵۰ میلادي کال پورې به هر کال د نړۍ لس میلیونه انسانان ومري.

د برتانیا د یو بیوتکنالوژي شرکت د کیمیا او د درملو پوهانو د مکروبونو ددغه مقاومت په ضد حیرانوونکې لاره موندلې ده چې د انتي بیوتیک د تولید لپاره د لړم زهر وکاروي.

د "ونومچ شرکت" اجرایي رئیس ستیفن ترم، وایي دې شرکت ته د طبیعي درملو د جوړولو د متخصصینو یوه ډله رابلل شوي چې د اړتیا وړ زهر او د زهرو ضد مادې تولید کړي.

ښاغلي تریم وویل "د درمل جوړولو فابریکې دغو موادو ته لاس رسی نه لري او دا پر مونږ پورې اړه لري چې هغوی د لړم د زهرو پدغه خزانې خبر کړو او د لاس رسي زمینه یې برابره کړو."

پوهان وایي چې حتی د یو شمیر لړمانو یو څاڅکی زهر کیدای شي یو بالغ انسان ووژني، خو د هغوی پر وینا د لړم زهر د تجزیې وړ دي او کیدای شي چې په درمل جوړولو کې ترې گټه واخیستل شي.

په برتانیا کې د انتي بیوتیک د مقاومت د څیړنې دولتي کمیټې له ډاکترانو غوښتي چې یواځې په ډیرو ضروري حالاتو کې ناروغانو ته په کمه کچه انتي بیوتیک تجویز کړي او د درمل جوړولو له شرکتونو نه یې غوښتي چې د انتي بیوتیک په وړاندې د مقاومت لرونکو مکروبونو د مقابلې لپاره نوی لارې چارې ومومي.

په انسانانو او ځنارو کې په پراخه د انتي بیوتیکونو استعمال د مکروبونو د مقاومت سبب شوی دی، په داسې حال کې چې په څو تیرو کلونو کې د مقاومت لرونکو مکروبونو د درملنی لپاره د انتي بیوتیک هیڅ کوم نوی نسل نه دی تولید شوی.

د نړیوالو سازمانونو د شمیرو پر بنسټ، کچیرې دغه بهیر ونه دریږي، هر کال به د میلیونونو انسانانو د مړینې برسیره نړیوال اقتصاد ته ۱۰۰ تریلیارډ ډالر زیان ورسیږي چې خورا زیات دی.

XS
SM
MD
LG