د لاس رسي وړ اتصالات

له وخته مخکې زېږون د ماشومانو د مړینې لوی لامل دی


په نړېواله کچه هرکال نږدې یو میلیون له وخته مخکې زېږېدلي ماشومان مري
په نړېواله کچه هرکال نږدې یو میلیون له وخته مخکې زېږېدلي ماشومان مري

د نوامبر پر ۱۷ نیټه، له وخته مخکې ولادتونو د مخنیوي نړیواله ورځ د نړي په ۲۰۰ هیوادونو کې نمانځل کیږي.

د هغې څیړنې پر بنسټ چې پایلې یې د لنسیټ په نامه یو روغتیایی ژورنال کې خپرې شوې دي، له وخته مخکې ولادتونه په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې تر ټولو لوی سبب گڼل کیږی.

د امریکا غږ خبریال کارل پیرسن وایي ددې ستونزې ځینی اغیزې تل پاتې وي.

نوي ځېږیدلي کمکي ماشومان، له هغو ستونزو سره لاس او گریوان دي چې سبب یې نړۍ ته ددوی له وخته مخکې راتگ دی.

د څیړنې پایله وایي لدې کبله په نړۍ کې هر کال، یو ملیون ماشومان مري چې اکثر د مخ په ودې هیوادونو څخه دي.

هغه ستونزې چې له وخته مخکې ولادت یې ماشومانو ته پیښوي، په نړۍ کې د دوی د مړینې تر ټولو لوي سبب گڼل کیږي.

داکتر رابرت بلک چې په همدې اړه یې د نړیوالو څیړنو تنظیم په غاړه درلود، امریکا غږ سره د سکایپ له لارې پدې تړاو په خبرو کې وویل چې په عادی حالت کې ماشومان د مور په رحم کې باید د نهه دیرشو اونیو دپاره پاتی شي.

هغه زیاته کړه، «هغه ماشومان چې د اوه دیرشو اونیو نه مخکې دنیا ته راځي، ښایي په خبرو کې د تاخیر، په لیدلو او جسمي فعالیتونو کې د مشکلاتو سره مخ شي او همدارنگه په مرضونو باندې د اخته کیدو خطر یې هم زیات وي.»

داکتره دایان اشتون د مارچ آف دایمز په نوم د نړیوالی خیریه موسسې سره ددې ډول زیانمنې زیږیدنی د مخنیوی فعالیتونه پر مخ وړي. هغه وایي دا هغه وخت دی چې وجود خپله وده نه وي بشپړه کړې.

هغې وویل، «دا مهال ماغزه لاهم د ودې په حال کې وي، د تنفسي سیستم وده هم نه وي پوره شوې، نو لدې امله ماشومان د زیاتو اوږدمهالو روغتیایی گواښونو ښکار گرځي.»

له وخته مخکې د ولادت دپاره هیڅ یو معین دلیل نشته.

دغه نوي ځېږیدلي ماشومان، نړۍ ته د خپل ټاکلي وخت نه مخکې د راتگ له ستونزو سره لاس او گریوان دي
دغه نوي ځېږیدلي ماشومان، نړۍ ته د خپل ټاکلي وخت نه مخکې د راتگ له ستونزو سره لاس او گریوان دي

مخ په ودې هیوادونو کې دستونزې یوه برخه د غوره غذایی رژیم نشتوالی دی چې په میندوارو کې د کلسیم، معدني موادو او کالورۍ کموالی په ډاگه کوي.

په متحده ایالاتو کې د سزارین د غیر ضروری عملیاتو اندازه خورا لوړه ده. خو نور دلیلونه هم شته مثلآ د سگرتو د دود، او داسې نور.

له نیکه مرغه څیړونکو د دې ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو دپاره نورې لارې چارې هم موندلې دي. داکتر بلک پدې تړاو د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې ددې ماشومانو سره د مرستی دپاره زیات څه کیدای شي حتی په کم عایدو ملکونو کې چې پکې د نویو زېږیدلو ماشومانو د مرگ ژوبلې کچه هم ډیره لوړه ده.

پوستوکي سره دپوستوکي تماس یو ښه مثآل دی چې ماشوم تود ساتي او د مور د شودو رودلو ته یې هڅوي.

اوس مهال موخه دا ده چې د پنځو کلونو نه د کم عمره ماشومانو د مرگ ژوبلې د مخنیوي دپاره نورې لارې چاری هم وموندل شي څو ماشومان ښه وده وکړي او د غوره او پر بار ژوند دپاره چمتو واوسي.

XS
SM
MD
LG