د لاس رسي وړ اتصالات

په سلو کې شل افغانان تشنابونه نلري


دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې نن د تشنابونو نړۍ واله ورځ ولمانځل شوه.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې نن د تشنابونو نړۍ واله ورځ ولمانځل شوه.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې نن د تشنابونو نړۍ واله ورځ ولمانځل شوه.

افغان چارواکي وايي د معیاری تشنابونو نشتوالی د ډول ډول ناروغیو سبب کېږي او ددغې نیمگړتیا له امله هره ورځ ١٢٠ ماشومان مړه کیږي.

د تشناب نړیواله ورځ نن په کابل کې ددې شعار په ورکولو سره ولمانځل شوه چی

" انتظار نور بس دی، موږ د قضای حاجت لپاره آزادې فضا ته د تللو چوپتیا ماتوو"، خو شل سلنه افغانان چې شمېر ېې پنځو ملیونو ته رسیږي اوس هم تشنابونه نلري.

د شمېرنو پر بنا په افغانستان کې د لسو کسانو له جملې نه شپږ کسان مناسب تشنابونه نلري.

د کلیو دپراختیا وزارت د اوبو لگولو رئیس غلام قادر وايي د خلکو د پوهې کموالی، فقر او د عاداتو نه بدلون ددې سبب شوېدی چی د افغانستان خلک ص‍حی تشنابونه ونلري.

د عامې روغتیا وزارت وايی هرکال تقریبا اولس زره ماشومان چې عمرونه ېې له پنځو کلونو نه کم وي، د نس خوږي یا اسهال د ناروغۍ له امله مړه کېږي.

د عامې روغتیا د وزارت د صحی پرمختگ رئیس شفیق الله همت وايي که څه هم د کورجوړولو وزارت وايي چی د ښار گوټو جوړول په دې نېژدې کلونو کې معیاري بڼه نلري، خو سره له دې ېې هم د تشنابونو په جوړولو کې صحي معیارونه په نظر کې نیولي دي.

محمد عظیم د کابل ښاروالۍ یو مامور د ېونیسېف د ادارې له قوله وايي تر راتلونکیو لسو کلونو پورې اړینه ده چی نړۍ واله ټولنه د کال پنځه مېلیونه ډالر مرسته وکړي چی د تشنابونو د صحي نیمگړتیاو چاره وشي.

XS
SM
MD
LG