د لاس رسي وړ اتصالات

د ویښتانو د سپینیدو راز وپیژندل شو


دا لومړی ځل دی چې د انسانانو د ویښتانو د سپینیدو د ارثي عواملو په هکله څیړنه کیږي.
دا لومړی ځل دی چې د انسانانو د ویښتانو د سپینیدو د ارثي عواملو په هکله څیړنه کیږي.

د لندن په پوهنتون کې څیړونکو د لومړي ځل لپاره داسې ژن پیژندلی چې د ویښتانو په سپینیدو کې رول لوبوي.

څیړونکو ویلي دي چې د لایتینې امریکا د پنځو هیوادونو د څه دپاسه ٦٣٠٠ تنو د DNAد څیړلو په نتیجه کې دوی په دې توانیدلي چې داسې ژن په نښه کړي چې د انسان د ویښتانو د سپین کیدو سبب کیږي.

پوهانو ویلي دي چې دغه ژنونه IRF4دي او په بدن کې د رنگونو د تولیدونکي پروتین "میلانین" په تنظیمولو کې رول لري. میلانین هغه رنگه مواد دي چې د ویښتانو رنگ، د پوستکي رنگ او د سترگو رنگ تولید او ټاکي.

د لندن د پوهنتون د ارثیت متخصص اندرس رویز لینارس، خبریالانو ته ویلي چې ددې ژن د ځانگړو ډولونونو د لرونکو کسانو ویښتان له وخت دمخه سپین کیږي. لینارس، ددې څیړنې یو له کارپوهانو څخه دی چې نتیجې یې د چاپیریال د اړیکو په ژورنال کې چاپ شوي دي.

څیړونکو ویلي دي چې وراثت د ویښتانو د سپینیدو یواځنی لامل نه دی بلکې یو لړ نور عاملونه لکه رواني فشارونه او د ژوند ترخه تجربه هم کیدای شي په دې اړه رول ولوبوي.

د لندن په پوهنتون کې د وراثت څیړونکی کاستوب ادهیکاری، وایي دا لومړی ځل دی چې د انسانانو د ویښتانو د سپینیدو د ارثي عواملو په هکله څیړنه کیږي.

یو شمیر خلک زیاتې پیسې لگوي چې خپل سپیم ویښتان بیرته عادي حالت ته راوړي. څیړونکي وایي چې د نوي ژن پیژندنه به د درملنې لپاره لاره پرانزي تر څو د ویښتانو د سپینیدو مخه ونیول شي او یا هم سپین ویښتان بیرته خپل طبیعي حالت غوره کړي.

څیړونکو په دغه څیړنه کې د برازیل، کولمبیا، چیلي، مکسیکو او پیرو هیوادونو د ښځو او نارینو په هکله ارثي معلومات راټول کړي چې د هغوی په ډله کې د اروپایي، بومي امریکایانو او افریقایي هیوادونو اوسیدونکي هم شامل وو.

لینارس وایي چې د ویښتانو د سپینیدو د ژنونه لومړی د اروپایانو په منځ کې ولیدل شول چې د هغه په وینا سړی په دې پوهیدای شي چې ولې د اروپایانو ویښتان د نورو په پرتله زیات سپینیږي.

منبع: رویترز
ژباړه: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG