د لاس رسي وړ اتصالات

د سرطان له ویرې د جراحۍ وقایوي تدابیر


انجلینا ژولي په سرطان باندې د اخته کیدو د خطر د کچې را ټیټولو دپاره د جراحۍ عملیات تر سره کړل.
انجلینا ژولي په سرطان باندې د اخته کیدو د خطر د کچې را ټیټولو دپاره د جراحۍ عملیات تر سره کړل.

د امریکایِي فلمونو مشهوره لوبغاړې او فلم جوړوونکې انجلینا ژولي وایي هغې خپل تخمدانونه وایستل ترڅو د سرطان په ناورغۍ باندې د اخته کیدو د خطر کچه ټیټه کړي.

داکتران وايي په مطبوعاتو کې دغې مسلې ته زیاته پاملرنه او تبلیغ به د سرطان د ناورغۍ د څار ارزښت په ډاگه کړې.

انجلینا ژولي بیا هم وښودله چې یوه زړه وره میرمن ده. دوه کاله مخکې هغې په جراحي عملیاتو سره د خپلو دواړو تیو په غوڅولو، دنیا پدې ځکه حیرانه کړه چې د سینې په سرطان اخته هم نه وه.

خو هغه وخت هغې په ډاگه کړه چې داکترانو ورته ویلي چې د کورنۍ د تاریخچې پر بنسټ او د وینې د آزموینی له نتیجې څخه دا پته لگیږي چې په سرطان باندی دهغی د اخته کیدو امکان خورا زیات دی ځکه دا مرض د هغې د کورنی په څو تنو کې مخکې هم تشخیص شوی و.

نهه دیرش کلنه ژولي وایي هغې خپل تخمدانونه وروسته له هغی وایستل چې یوې بلې آزموینی ورته دا وښوده چې هغه پنځوس فیصده د رحم په سرطان باندې د اخته کېدو له خطر سره مخ ده.

د سرطانی ناروغیو متخصصه کارول برون چې په نیویارک کې د مموریل سلون کیترین په نوم د سرطان سره دمبارزې په مرکز کې کار کوي وایي دا ددې معنی نده چې گواکې د جراحۍ دا عمل د ټولو دپاره ضروري دی. هغې وویل، « زه فکر کوم هغه غواړی دی ته اشاره وکړي چې هغه میرمنی چې کورنی کې یې د سرطاني ناروغیو سابقه ولري او وجود کې یې دا ناڅاپي بدلونونه زیات وي نو د خطر د مخنیوي دپاره دا لاره لري. هغه غواړي د ښځو سره دا شریکه کړي چې څنگه په ژوند کې دغې خورا گرانې پریکړې ته ورسیده.»

برون وایي هغه میرمنې چې د حجراتو جینونه یې بڼې بدلوي، که دغه وقایوي جراحي عملیات تر سره کړي نو په سلو کې به اته نوي فیصده د سرطان له خطره خلاصې وي.

ایمی کرش چې هغې هم د همدی اندېښنې په نظر کی نیولو سره خپلې سینې لرې کړی وايي هغه د ژولي د پریکړې تر شا دلیل ښه درکولای شي. د جراحۍ په تړاو د هغې غبرگون دا و، «ما هم دی ته ورته جراحي کړې چې د وجود په فزیکي بڼه کې هم د بدلون سبب وگرځید. خو له ذهني اړخه احساس کوم چې د خپل ژوند کنترول مې پخپل لاس کی اخیستی او پر ځان حاکمه یم.»

داکتره فرن وودارد چې د مک میلن په نوم د سرطان د مخنیوي د چارو په یو مرکز کې کار کوي وایي ټولې میرمنې باید وپوهیږي چې د سرطان پر موقع تشخیص، څومره ارزښتمن دی.

د ژولي جراحي عملیات ددې معنی لري چې هغه به د قاعدگۍ د بندیدو دورې ته ور داخله شي او هغه وایي چې پس له دې به په مصنوعي توگه هورمونونه اخلي.

XS
SM
MD
LG