د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو په هکله پوهاي کې د عالمانو نه مرسته وغوښتل شوه


د خوست مرکزي جامع جومات کې د هرې جمعې په لمانځه کې زرګونه خلک برخه اخلي. تر لمانځه دمخه خلک ارام په صفونو کې ناست او د ملاامام تقرير او وعظ ته په ځير سره غوږ وي.

ديني عالمانو ته د تر ټولو بانفوذه مذهبي مشرانو په سترګه کتل کېږي. باور دا دی، چې ديني عالمان د ټولنې د نورو اړخونو د اصلاح ترڅنګ د پوليوضد عامه پوهاوي کې هم ګټور رول لوبولی شي.

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي سيلاب په ياد جامع جومات کې د جمعې د لمانځه تر ادا کولو وروسته په دې هکله امريکاغږ ته داسې وويل: ” کله چې ملاامام خلکو ته د پوليوضد واکسين د جواز په اړه ووايي، ټول خلک پرې باور کوي. زموږ ټولنه د ديني عالمانو پر خبرو کلکه ولاړه ده‟.

د مرکزي جامع جومات خطيب مولوي ګل محمد وايي، چې تر خپل توانه يې خلکو ته د پوليو يا ګوزڼ ويروسي ناروغۍ د مخنيوي لپاره ماشومانو ته د واکسين د تطبيق توصيه کړې.

هغه د جمعې تر لمانځه وروسته امريکاغږ ته وويل، چې په زياتره مواردو کې د واکسين د کمپاين له نېټې نه خبرېږي. خو ده وويل، چې د عامه پوهاوي په پراختيا کې به خپله همکاري زياته کړي.

” د انسان ژوند ډېر مهم دی. پرته له ژونده د اسلام، مسلمانانو او نورو خلکو خدمت نشي کيدلی. د پوليو واکسين ډېر مفيد او پوره جواز لري. هرچا ته پکار ده، چې ماشومانو ته يې په وخت ورکړي‟.

د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين بيا په دې ولايت کې د پوليو پرضد د عامه پوهاوي کمپاين په برخه کې د جامع جوماتونو د ملا امامانو له همکارۍ پوره رضايت نه لري.

د کتلوي معافيت امر ډاکټر زاهدالله په دې برخه کې څه ناڅه د حج او اوقافو رياست مسوول بولي.

” په ځانګړي ډول خطيبان، چې خلکو ته د اسلامي او شرعي مسائلو په اړه تقرير کوي، په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي. لازمه يې بولم، چې د پوليو پرضد خلکو ته ښه پيغام ورکړي‟.

ددې ولايت د حج او اوقافو رئيس مولوي اظهارالدين بيا وايي، چې تر اوسه د عامې روغتيا رياست په رسمي يا غيررسمي ډول د ګوزڼ ضد کمپاينونو کې له دوی څخه د همکارۍ هيڅ غوښتنه نده کړې.

” که چېرې د عامې روغتيا رياست له موږ سره مشخص نماينده ولري او دا پروګرام سره منسجم کړي. موږ بيا کولای شو، چې ملا امامانو او خطيبانو ته د کمپاين د نېټې په اړه په وخت معلومات ورکړو‟.

پوليو ساري او د همېش لپاره معيوبوونکې ناروغي ده، چې کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي. دا ناروغي تداوي نلري، خو د مخنيوي وسيله يې هر ماشوم ته د هرکمپاين پرمهال د دوه څاڅکو واکسينو ورکړه ده.

XS
SM
MD
LG