د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنه: انتي باډي د ۲۱ ورځو لپاره HIV قابو کولای شي


په جنوبي اقریقا کې څیړونکو، زرګونو رضاکارانو ته د ازمویښتي واکسین کړې دی.
په جنوبي اقریقا کې څیړونکو، زرګونو رضاکارانو ته د ازمویښتي واکسین کړې دی.

د ۱۹۸۸ کال نه چې د لومړي ځل لپاره د ایډز ورځ ولمانځل شوه ډیر څه پيښ شوي دي. دا هغه موضوع ده چې یو وخت ورباندې د شرمه هیڅ خبرې نه کیدلې، خو اوس خلک د اچ.آي.وي ویروس د درلودو یا نه درلودو ازمویښتونه کوي او دارودرمل یې کوي.

هغه میندې چې په ایچ آی وي اخته دي اوس کولای شي چې سالم ماشومان وزیږوي او لوی يې کړي. دارودرمل موجود دي چې د دغه ویروس د خپریدو مخه ونیسي. اوس ساینسپوهان د دغه ویروس او ناروغۍ د واکسین او علاج په فکر کې دي.

په جنوبي اقریقا کې څیړونکو، زرګونو رضاکارانو ته د ازمویښت لپاره واکسین کړې دی. دوی کوښښ کوي چې د بدن د معافیت سیستم د ویروس د قابو کولو لپاره استعمال کړي. د پنسلوانیا د پوهنتون یوه څیړنه ښيي چې کیدای شي دا کار وکړي.

د پنسلوانیا د پوهنتون استاد ډاکټر پبلو تیباس امریکاغږ ته وویل دوئ انتي باډي د مریضانو په بدن کې تزریق کوي، او غواړي وګوري چې آیا د وجود دفاعي سیستم یا انټي باډي د ایچ آی وي ویروس کنټرولي یا د خپریدو مخه یې نیسي او یا کله چې بیرته ظاهر کیږي مخنوی یې کولای شي که نه؟

هرکال د ایدز ویروس پرضد د مبارزې نړیواله ورځ لمانځل کیږي
هرکال د ایدز ویروس پرضد د مبارزې نړیواله ورځ لمانځل کیږي

ډاکټر پبلو وایي د ایچ آي وي کنټرول د وجود د دفاعي سیستم له طریقه داسې دی لکه چې د ناسور یا سرطان لپاره د معافیت له سیستمه کار اخیستل کیږي. دغه تخنیک داسې پروټین استعمالوي چې د سرطان په حجراتو باندې برید کوي. خو ایچ آی وي په حجرو کې پټیږي او که چیري یو مریض د ایډز دوا بنده کړي نو ویروس بیرته پیداکیږي.

ډاکټر پبلو پدې باور دی چې که چیرې تاسو د سرطان تداوۍ ته وګورئ، نو هغه خلک چې په دې ارتباط کار کوي هغوئ د بدن د معافیت د سیستم تقویه کوي چې د سرطان حجرات له منځه یوسي، او تاسو باید هغه حجرې له منځه یوسئ چې ویروس پکښې موجود دی او دغه کار د معافیت د سیستم د لا ډیر فعاله کیدو سره کیږي تر څو داسې حجرې له منځه یووړل شي.

ځیړونکو دا موندلې ده چې انتي باډي د ۲۱ ورځو لپاره د ایچ آی وي ویروس قابو کولای شي. اوس هڅه دا ده چې د داسې انتي باډي یو ترکیب پيدا شي چې ویروس د ۶ میاشتو یا یو کال لپاره قابو کړي. که داسې وشي نو هغه کسان چې ایچ آی وي لري هغوئ به دې ته اړ نه وي چې هره ورځ درمل وخوري.

په راتلونکو دوو میاشتو کې تمه ده چې یو داسې ازمویښت وشي چې دوه ډوله انتي باډي پکښې استعمالیږي.

XS
SM
MD
LG