د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو ضد واکسين څخه د انکاري کورنيو شمیر زیات شوی


د روغتيايي مسوولينو په وينا په خوست کې د ګوزڼ ضد واکسين څخه د انکاري کورنيو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. دوي له خلکو غواړي، چې د ماشومانو روغتيا او راتلونکی په پام کې ونيسي.

وروسته له هغه چې د عامه پوهاوي د مبليغينو فعاليتونه ګربز او عليشيرو ولسواليو ته رامحدود شوي، ددغه ولايت په نورو سيمو کې د ګوزڼ ضد له واکسين څخه د انکاري کورنيو شمېر ډېر شوی دی.

د تېر فرعي کمپاين پرمهال، چې د هېواد په ۱۲ ولايتونو کې ترسره شو، په خوست کې څه باندې ۱۹ سوه ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه محروم ساتل شوي، په داسې حال کې چې څو مياشتې مخکې دا شمېر شاوخوا ۹ سوه و.

په دغو انکاري کورنيو کې د خوست پرځايي خلکو سربېره يو شمېر وزيرستاني کډوال هم شامل دي، چې د ځينو عقيدوي مسائلو پربنسټ نه غواړي خپلو ماشومانو ته د فلج ناروغۍ ضد واکسين ورکړي.

د خوست اوسېدونکی احمدشاه وايي: ” که چېرې پلرونه د پوليو ضد واکسيڼ چې وړيا دي، خپلو ماشومانو ته نه ورکوي، دا د دوی په حق کې ظلم دی. که خدای ج مه کړه معيوب شي، د ټول عمر لپاره به د ټولنې د اوږو بار وي‟.

په دغو انکاري کورنيو کې د خوست پرځايي خلکو سربېره يو شمېر وزيرستاني کډوال هم شامل دي،
په دغو انکاري کورنيو کې د خوست پرځايي خلکو سربېره يو شمېر وزيرستاني کډوال هم شامل دي،

د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر نجيب الرحمن اندېښنه څرګندوي، چې که د ولايت په نورو سيمو کې د عامه پوهاوي کارکوونکي ونه ګمارل شي، احتمال ليدل کېږي، چې د انکاري کورنيو شمېر نور هم زيات شي.

د هغه په وينا په هره سيمه کې چې يو ماشوم د پوليو په ناروغۍ اخته شي، دا ددې څرګندونه کوي، چې په همدې سيمه کې دوه سوه نور ماشومان هم د پوليو په ويروس ککړ شوي دي.

”خوست ولايت له پکتيکا څخه يو پوليو وهلی ماشوم راغلی او دلته اوسېږي، خوست کې د پوليو د وحشي ويروس فعال دوران موجود دی، يعنې دا زموږ د ماشومانو لپاره جدي خطر دی. هغه ماشومان مو ډېر له خطر سره مخ دي، چې يا بيخی ورته واکسين نه دي شوي او يا ډېر کم واکسين ورته شوي دي‟.

سپين ږيری قادرشاه له ټولو خلکو غواړي، چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي په خاطر له فلج يا ګوزڼ څخه د هغوی د ژغورنې لپاره ددې ناروغۍ ضد دوه، دوه څاڅکي واکسين ورکړي.

هغه وويل: ” دا ناروغي له وقايې پرته علاج نلري. هر مور او پلار خپل ماشوم ته بايد واکسين ورکړي. لکه څنګه چې موږ د خپل ماشوم د زده کړو، د هغه د سرمايه دارۍ او د ښه ژوند په لته کې يو، همدارنګه د روغتيا په برخه کې يې هم بايد غم وخورو او حتماً د پوليو ضد واکسين ورکړو ‟.

ګوزڼ يا په ماشومانو کې فلج ساري ويروسي ناروغي ده، چې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان ورسره مخ کېږي. دا ناورغي تداوي نلري، خو د مخنيوي يواځنۍ وسيله يې د پوليوضد واکسين دي.

پاکستان، افغانستان او نايجريا هغه درې هېوادونه دي، چې د پوليو ساري ناروغۍ مثبتې پېښې لري. سږکال تر اوسه پاکستان کې ۱۸، افغانستان کې ۱۲ او نايجريا کې د پوليو ۴ مثبتې پېښې تثبيت شوې دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG