د لاس رسي وړ اتصالات

ککړ چاپیریال هر کال په نړۍ کې ۱،۷ میلیونه ماشومان وژني


رپوټ وایي د پنځو کالو عمر لاندې اکثر ماشومان په تنفسي ناروغیو او یا اسهالاتو باندې د اخته کیدو په وجه ژوند بایلي
رپوټ وایي د پنځو کالو عمر لاندې اکثر ماشومان په تنفسي ناروغیو او یا اسهالاتو باندې د اخته کیدو په وجه ژوند بایلي

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د چاپیریال د ککړتیا د راکمولو لپاره اړین اقدامات ونه شي، د ماشومانو مړینه به نوره هم زیاته شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وروستي رپوټ کې ویل شوي چې د چاپیریال ککړتیا هر کال په نړۍ کې تر پنځو کالو عمر لاندې ۱،۷ میلیونه ماشومان له منځه وړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د رپوټ لیکونکي وایي چې د هوا ککړتیا هر کال د نړۍ ٦،٥ میلیونو مخکې له وخته مړینو عمده سبب دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي محیطي خطرونه لکه په کور کې دننه او بهر د هوا ککړتیا، ناپاکه اوبه او د حفظ الصحې نه مراعت کول په نړۍ کې هر کال ١،٧ میلیونه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کالو کم وي وژني.

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي رئیسه مارگریت چان، وایي ککړ چاپیریال په ځانگړې توگه ماشومانو ته مرگونی دی، ځکه د هغوی د بدن مخ په ودې غړي د هغوی د بدن ایمنی (محافظوي) سیستم او د ماشومانو کوچنی جسم د هوا د چټلۍ او ناپاکو اوبو په وجه تر ډیره له خطر سره مخامخ کیږي.

د ماشومانو مړینې تر ډیره په مخ په ودې هیوادونو کې رامنځ ته کیږي، خو د روغتیا د نړیوال سازمان د عامه روغتیا، د اوسیدنی د محیط او ټولنیزې سلامتۍ د رئیسې ماریا نیرا، په وینا د چاپریال ککړتیا یواځې فقیر ماشومان نه ځپي بلکه بډایه ماشومان هم په نښه کوي.

ددغه رپوټ له مخې د پنځو کالو عمر لاندې اکثر ماشومان په تنفسي ناروغیو او یا اسهالاتو باندې د اخته کیدو په وجه ژوند بایلي.

میرمن میرا وایي د نړۍ نژدې نیمایي وگړي د سونگ د ککړو موادو نه کار اخلي او په نتیجه کې د سونگ له دغو موادو نه په استفادې میندې او ماشومان د هوا د ککړتیا له خطرونو سره مخامخ کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي کچیرې د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ونشي، د ماشومانو مړینه به نوره هم زیاته شي.

XS
SM
MD
LG