د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو پر روغتیا د زیات تلویزیون کتلو اغیز


د دفتر کارکوونکو ته چې څو ساعته د کمپیوترونو مخ ته ناست وي توصیه کیږي چې لږ تر لږه له هر نیم ساعت وروسته له میز نه پورته او څو قدمه واخلي
د دفتر کارکوونکو ته چې څو ساعته د کمپیوترونو مخ ته ناست وي توصیه کیږي چې لږ تر لږه له هر نیم ساعت وروسته له میز نه پورته او څو قدمه واخلي

هغه نوې څیړنه چې د هډوکو او منرال په څیړنیز ژورنال کې خپره شوی ده د اوږدې مودې لپاره د ماشومانو، تنکیو ځوانانو او حتی تر ٢٠ کلنۍ پورې عمر لرونکو ځوانانو بې حرکتي او نه فعالیت ددې حالت زیږنده گڼي، په داسې حال کې چې د عمر دغه کلونه د هډوکو د کتلې د ودې اصلي وخت دی چې باید په دې وخت کې ماشومان او تنکي ځوانان ډیر محرک اوسي.

د برتانیا د لفبورو د پوهنتون استاده نتالي پیرسن وایي چې یواځې د تلویزیون ننداره نه بلکې هر هغه عامل چې ماشومان او تنکي ځوانان د زیاتو ساعتونو لپاره بې حرکته او ناست وساتي، ددې ستونزې [د هډوکود پوچوالي] د رامنځ ته کیدو سبب کیږي.

په یوې نوې څیړنه کې چې د استرالیا د پرت پوهنتون تر سره کړې، د څه دپاسه ۱۰۰۰ ماشومانو والدینو د هغې مودې په اړه معلومات وړاندې کړل چې ماشومان یې په پنځه، اته، ۱۰، ۱۴، ۱۷ او ۲۰ کلنۍ کې تلویزیون لیده. همداشان ددې څخه زیات عمر لرونکو کسانو پخپله څیړونکو ته په دې معلومات معلومات ورکړل چې کومو وختونو کې یې د تلویزیون ننداره کوله.

په دې څیړنه کې شامل ماشومان په دریو ډلو ویشل شوي وو: شاوخوا ٢٠ فیصدو یې په اونۍ کې له ١۴ ساعتونو څخه لږ تلویزیون لیده چې دغه ډله د جدول په ټیټه کچه کې راغله، له ۴٠ فیصدو څخه زیاتو ماشومانو په اونۍ کې ١۴ ساعته یا زیات وخت تلویزیون لیده چې هغوی د تلویزیون د ننداره کولو په لوړه کچه کې راغلل او ٣٥ فیصده نور یې د تلویزیون د لیدلو د مودې په تناسب ددغو دوو کتگوریو په منځ کې واقع شول.

د هډوکو متخصصینو په دې څیړنه کې شامل کسان په ٢٠ کلنۍ کې معاینه کړل. هغوی چې د زیاتو ساعتنو لپاره یې تلویزیون لیده، په هډوکو کې یې منرالونه کم وو، چې د ډاکترانو په وینا عمده دلیل یې په ماشومتوب کې د حرکت او فزیکي فعالیت کموالی دی.

د برتانیا د گلسگو کالیدونین پوهنتون استاد ډاکتر سبستیان چستین چې په دې څیړنه کې یې گډون نه و کړی د رویترز اژانس ته ویلي دي چې دمخه هم دا ډول څیړنې د تلویزیون دوامداره نندارې او د هډوکو د سلامیتا ترمنځ اړیکه څرگنده کړې وه.

ډاکتر چستین وایي چې د انسان هډوکي په ٢٢ کلنۍ کې د بشپړه سلامتۍ او تراکم څخه برخمن کیږي او ورو ورو د عمر په زیاتیدو سره د هغې د موادو تراکم او کتله راکمیږي. هغه زیاتوي چې فزیکي فعالیت، ورزش او په روغتیایي طریقې ژوند کول د هډوکو سلامتي تضمینوي.

پوهان توصیه کوي چې ماشومانو او تنکي ځوانان باید وپوهول شي چې که د اوږدې مودې لپاره د تلویزیون ننداره کوي نو هڅه دې وکړي چې وروسته له هرو څو دقیقو په ځانگړې توگه د خپرونو په وقفو کې له ځایه پورته شي او څو گامه واخلي.

حتی د دفترونو کارکوونکو ته چې د اوږدې مودې لپاره د کمپیوترونو مخ ته ناست وي توصیه کیږي چې لږ تر لږه له هر نیم ساعت وروسته له میز نه پورته شي او څو قدمه واخلي او دا عمل دې د ورځني کار په اوږدو کې تل ترسره کړي.

په دې هکله نور معلومات د هډوکو او منرال په څیړنیز ژورنال کې وگورئ.

XS
SM
MD
LG