د لاس رسي وړ اتصالات

پر زړه باندې د اسپرین درملو د اغیز نوې موندنې


د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه نوې ترسره شوې څیړنه ښي چې له هرو هغو دریو کسانو څخه چې د زړه د ضربان ستونزه لري د وینې د نري کیدو د درملو پر ځای چې ستونزې یې کمې دي، د اسپرین د ناسمو درملو نه گټه اخلي.

ډیرې مغزي سکتې هغه وخت رامنځ ته کیږي چې مغزو ته غزیدلی رگ (شریان) د وینې په لخته کیدو بند شي. په داسې حال کې چې اسپرین د وینې د غلیظ کیدو مخنیوی کوي، خو د مغزي سکتې په مخنیوي کې د وینې د نري کولو د نورو درملو په څیر موثر نه دي.

څیړونکو د هغو ٥٠٠٠٠٠ زرو کسانو روغتیایي نتیجې څیړلی دي چې د زړه د دهلیز د عضلاتي بې نظمۍ یا د زړه په ناڅاپي غیرعادي ضربان اخته وو. دغه ډول غیرعادي ناڅاپي ټکان د مغزي سکتې، د زړه د بې کاره کیدو او یا د مزمنې ستړیا سبب کیږي.

ددغو ناروغانو په سلو کې څلویښت تنو یې د وینې د رقیق کیدلو د درملو پر ځای د اسپرین نه استفاده کوله.

اسپرین او د وینې د نري کولو نور درمل

اسپرین او د وینې د نري کولو نور درمل

ددې څیړنې مشر لیکوال د کالیفرنیا ایالت د سنتایگو د پوهنتون د زړه د ناروغۍ متخصص ډاکتر جناتان هڅو، د رویترز اژانس ته په یو ایمیل کې لیکلي دي چې "د اسپرین په سپارښتنې سره ښایي مونږ له حماقت نه کار اخلو چې فکر کوو کیدای شي ناروغ د سکته کولو نه وژغورل شي، خو داسې نه دي، د وینې د رقیق کیدلو درملو ښودلې چې د سکتې په مخنیوي کې د اسپرین په پرتله ډیر موثر دي."

هغه کسان چې د زړه د ضربان په بې نظمۍ باندې اخته دي، د نورمالو خلکو په پرتله ښایي اوه ځلې ډیر د زړه له سکتې سره مخامخ شي.

ددې موضوع د معلومولو په مقصد چې په د زړه د ضربان په بې نظۍ باندې څومره اخته کسانو د وینې د نري کولو درمل کارولي ډاکتر هڅو او همکارانو یې د ٢٠٠٨ څخه تر ٢٠١٢ کال پورې روغتیایي ډیټا او د ډاکترانو نسخې څیړلی دي.

ددې څیړنې په یوه ډله کې شاوخوا ٢١٠٠٠٠ کسان شامل وو چې عمرونه یې لږ تر لږه ٧٥ کاله وو او د زړه د سکتې اړوند په نورو عواملو لکه د زړه تراکم، د شکرې ناروغي او یا د وینې په لوړ فشار باندې اخته وو. ددغو کسانو څه دپاسه ٣٨ فیصدو یې د اسپرین نه استفاده کوله او نژدې ٦٢ فیصدو یې د وینې د نري کیدو له هغو درملو نه گټه اخیستله چې ډاکترانو ورته سپارښتنه کړې وه.

د څیړنې بله ډله ٢٩٥٠٠٠ زره کسان وو چې د ٦٥ څخه تر ٧۴ کالو عمر یې درلود. د زړه په نامنظم ضربان باندې په دغو اخته کسانو کې ۴٠ فیصده په اسپرین باندې معالجه کیدل او ٦٠ فیصده یې په نورو درملو.

د امریکا د قلبي امراضو د کالج په مجله کې خپره شوی څیړنه وایي په دواړو گروپونو کې هغوی چې د اسپرین نه یې گټه اخیسته نظر نورو ته ځوانان وو، د بدن وزن یې لږ شانته زیات و، او ډیر امکان لري چې دغه ډله کسان به ښځینه وی. دغه کسان په شکرې، د وینې په فشار، لوړو کلوسترولو، د زړه په ناروغیو اخته وو او یا هم یو ځل د زړه د سکتې سره مخامخ شوی وو.

ددې څیړنې لیکوال وایي یوه نیمگړتیا چې څیړونکي ورسره مخامخ وو د هغو اسنادو نه شتون و چې آیا دغو ناروغانو د روغتیایي دلیلونو په وجه د وینې د رقیقولو د درملو نه استفاده نه کوله که څنگه.

څیړونکي وایي هغه کسان چې د وینې لوړ فشار، سرطان، د بډوډو او یا الکول څښلو په ستونزو اخته وي ښایي د وارفرین په نامه درملو نه استفاده ونه شي کړای. او بله کمبودي دا ده چې ناروغان ډاکتر ته په تللو سره د درملو نسخه ترلاسه کوي او دا نه څرگندیږي چې خلکو د درملو استعمال د معایناتو په نتیجه کې درولی او یا هم پیل کړی دی.

د ویسکانسن د میلواکي د قلبي ناروغیو متخصص ډاکتر سامویل وان د رویترز اژانس ته وویل مختلف دلیلونه موجود دي چې د ویني د نري کولو د درملو په موجودیت کې ولي ډاکتران د اسپرین د استعمال سپارښتنه کوي.

هغه وایي "د اطلاعاتو نه شتون، د ناروغانو شکایت او مصارف کیدای شي د موثرې درملنۍ خنډ اوسي.

د هغه په وینا په ځنو مواردو کې ښایي ډاکتران اسانه لار غوره کوي "ځکه ناروغ ته د وینې د رقیق کولو د درملو د نه لیکلو عواقب سمدستي نه معلومیږي."

XS
SM
MD
LG