د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام اباد په غونډه کې د افغانستان په سوله خبرې


د افغانستان د بهرنیو چاور د وزارت معین حکمت کرزی
د افغانستان د بهرنیو چاور د وزارت معین حکمت کرزی

د افغانستان او د سیمې عالی رتبه مامورینو، د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د استانبول د تیرې غونډې په دوام د پریکړو ارزیابي وشوه او د هارټ آف اسیا، یا په اصطلاح د اسیا د زړه هیوادونو د وزیرانو راتلونکې غونډی ته، چې سږ کال وروسته، په اسلام اباد کی کیږي، اجنډا برابره شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت معاون، حکمت خلیل کرزي په دې خبرو کی د کابل د هیت مشري کوله. غونډې ته د وینا په وخت حکمت کرزي وویل چې دا وخت خراب امنیت او اقتصادي مشکلات زموږ اساسي ستونزې دي او د حل دپاره ېې شریک فکر او عمل ته ضرورت دی.

د پاکستان د صدراعظم ملي امنیت د چارو مشاور سرتاج عزیز
د پاکستان د صدراعظم ملي امنیت د چارو مشاور سرتاج عزیز

ښاغلي کرزي وویل چې دغه غونډه به راتلونکې کې ډیره گټوره ثابته شي. د هغه په وینا د سیمې په امنیتي حالاتو کې په چټکۍ سره بدلون روان دی او د سیمې هیوادونه باید ورته شریکه امادگي ونیسي.

غونډې ته د پاکستان د صدراعظم ملي امنیت د چارو مشاور سرتاج عزیز هم وینا وکړه او وې ویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې دپاره د روانو هڅو ملاتړ کوي او هر ډولو مرستو ته تیار دی.

ښاغلي عزیز وویل چې د دې غونډې اساسي ټکی هم افغانستان او سیمه کې د سولې د ټینگښت دپاره نظرونه شریکول و. ده زیاته کړه چې افغانستان د تیرو دریو لسیزو نه زیاتې مودې د شخړې د حل دپاره هر ډول کومک ته تیار دی.

د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریاله رابعه پیر پخپل رپوټ کې وايي چې په دې غونډې که د اسیا د زړه د راتلوکې غونډې لپاره چې ددې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به پکې گډون کوي، کړنلاره تیاره شوه.

د هارټ آف ایشیا، غونډه په دوه زره یوولسم کال کې په ا ستانبول کې، پدی مقصد پیل شوه چې په افغانستان کې او په غونډه سیمه کې، د سولې او ثبات دپاره همکاري وکړي.

د پاکستان د خارجه وزارت اعلامیه چې په اسلام اباد کی خپره شویده، ویل شویدي چې د دولس گډون کوونکو هیوادونو، د شپاړسو ملاتړکوونکو هیوادونو او د دولس سیمه ایزو او بین المللی موسسو نمایندگان غونډې ته بلل شویدي.

پاکستان د افغان طالبانو نه غوښتي دي چې په افغانستان خپلی دا پسرلنۍ تعرضي حملې بندې کړي، او د جمهور رئیس اشرف غنی د ادارې سره په کابل کی د روغې جوړې خبرې وکړې. خو وسلوالو طالبانو د دې غوښتنې پروا نه ده کړی او برعکس د اپریل د میاشتې د اخرو ورځو راهیسې یی د افغانستان په ولایتونو کې حملې زیاتې کړیدي.

XS
SM
MD
LG