د لاس رسي وړ اتصالات

غني: اسلام اباد کې د 'اسیا زړه' کنفرانس ته ځم


ولسمشر غني وايي له یو واضح پيغام سره اسلام اباد ته روان دی؛ خو ويې نه ویل چې پيغام يې څه شي دی.
ولسمشر غني وايي له یو واضح پيغام سره اسلام اباد ته روان دی؛ خو ويې نه ویل چې پيغام يې څه شي دی.

په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس کې د غړو هېوادونو مشران ګډون کوي؛ ولسمشر غني وايي ډېرو غړو په دغه کنفرانس کې د هغه پر ګډون ټېنګار کړی دی.

تر دې وړاندې اجرايي رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي و چې ولسمشر غني دغه کنفرانس ته روان دی؛ هغه هيله ښودلې وه چې دغه کنفرانس به په سیمې کې د سولې او ثبات په برخو کې ښه نتیجه ورکړي.

همدا تېره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریجارډ اولسن په کابل کې په یو کنفرانس کې وویل چې د اسیا زړه کنفرانس د افغانستان لپاره یو ښه چانس دی چې د ترهګرۍ سره د سیمه ییزې همکارۍ په برخې کې د مشرتوب رول ولوبوي.

د اسیازړه کنفرانس د ۲۰۱۱ کال د نومبر په میاشتې کې د استنبول په پروسې کې د افغانستان په نوښت پيل شو او د اسلام اباد کنفرانس یې پنځم دی.

د دغه کنفرانس اصلي ګډونوال اذربایجان، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیه، ترکمنستان او متحده عرب امارات دي.

پر دې سربېره د امریکا په ګډون ۱۷ نور هېوادونه او ۱۱ نړیوال سازمانو په دغه کنفرانس کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG