د لاس رسي وړ اتصالات

غني: لا هم یو شمیر هیوادونه تروریستانو ته پناه ورکوي


د آسیا زړه هیوادونو کنفرانس نن په هند کې د ولسمشر غني او صدراعظم مودي له خوا پرانیستل شو.
د آسیا زړه هیوادونو کنفرانس نن په هند کې د ولسمشر غني او صدراعظم مودي له خوا پرانیستل شو.

د افغانستان په اړه د 'آسیا زړه هیوادونو شپږم کنفرانس' د یکشنبې په ورځ د هند په امرتسر ښار کې د افغان ولسمشر او د هند صدراعظم له خوا پرانیستل شو.

د افغانستان او هند مشرانو په خپله پرانیستې وینا کې تر ډیره بریده د سیمې د هیوادونو په کچه له تروریزم سره پر ګډې مبارزې او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وویل، د آسیا زړه کنفرانس په داسې وخت کې جوړ شوی، چې افغانستان له لویو فُرصتونو او ګواښونو سره مخ دی.

د ښاغلي غني پر وینا، شاوخوا ۳۰ تروریستي ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کې تروریستي مرکزونه جوړ کړي، چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ دي.

ولسمشر غني پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي و یې ویل، لا هم په سیمه کې یو شمیر هیوادونه تروریستي ډلو ته پناه ورکوي او له هغوی څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي غني وویل "لکه څنګه چې د طالبانو یو مهم چارواکي کاکازاده په دې وروستیو کې ویلي، که دوی په پاکستان کې د پناه لپاره ځای و نه لري، نو یوه میاشت هم مقاومت نه شي کولی".

ولسمشر غني دغه راز وویل، چې له تروریزم سره د اغیزمنې مبارزې لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا ده او سرتاج عزیز ته یې په خطاب کې وویل "پاکستان په ډیر اخلاص د افغانستان د بیا رغونې لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو ژمنه کړې، ښاغلی عزیز دا پیسې کولی شي په ښه توګه د افراطیت د مخنیوي لپاره وکارول شي، ځکه چې له سولې پرته د هر څومره پیسو مرسته چې وشي، زموږ د ولس په درد نه دوا کیږي".

ښاغلي غني په غیر مستقیم ډول پاکستان ته ډاډ ورکړ، چې کابل او نوې ډهلي هیڅ ډول پټې اړیکې نه لري.

دغه راز، د هند صدراعظم نریندر مودي وویل، له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې باید سیمه ایزې همکارۍ زیاتې شي، ځکه چې د دغې پدیدې پر وړاندې چوپتیا به د تروریستي ډلو سمبالوونکي لا پسې زړور کړي.

ښاغلي مودي زیاته کړه، سره له دې چې په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې شته خو باید نور ګامونه هم پورته شي.

صدراعظم مودي وویل "موږ باید د تیرو ۱۵ کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورنکړو او باید نور هم پرمختګ وکړو".

ښاغلي مودي ټینګار وکړ، چې له تروریزم سره مبارزه د سیمې د ټولو هیوادونو ګډ مسولیت دی او د آسیا زړه هیوادونو د کنفرانس له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG