د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او سیمه کې د ګرمې هوا 'خطرناکه' څپه خپره شوې


د پاکستان په کراچۍ کې د تودوخې څپه
د پاکستان په کراچۍ کې د تودوخې څپه

کارپوهان وايي‌د افغانستان په ګډون په سیمه کې د ګرمې هوا خطرناکې څپې د اقتصادي زیانونو تر څنګ د ډیرو بې وزلو خلکو ژوند ګواښي.

په افغانستان، پاکستان، هند او د سیمې نورو هېوادونو کې هغه خلک چې اقتصاد یې کمزوری دی، د اوړي د سختې تودوخې له امله ترټولو ډیر زیانمن شوي دي.

تمه کیده چې موسمې بارانونه به په سیمه کې د روانې ګرمې څپې کچه کمه کړي، خو لا هم د سویلي اسیا په ډیرو برخو د ګرمې هوا څادر خپور دی. د بریښنا نه شتون یا کموالی، کمزوی اقتصاد او د روزګار چلولو لپاره په لمر کې سخت کار کول په سیمه کې د خلکو روغتیا ګواښي.

د چاپیریال ساتنې فعال عبدالهادي اڅکزی وايي، وروستیو اورښتونو هم دا تودوخه کنټرول نه کړه. نوموړی وايي: "دا تودوخه د اورښتونو سره په تقابل کې راغله یعنې کله چې اورښت وشي، یوه ورځ وروسته سیمه بیرته داسې ګرمه شي چې یو رقم تفت پر سیمه پرېوځي. دا د اقلیم د بدلون اغیزې دي او دا د اقلیم د بدلون یو برخه ده."

د هند پلازمینې نوي ډیلي ته نږدې په ګوروګرام کې کډوال کارکوونکي غوره ګڼي چې ډیر وخت له خپلو کورونو بهر تیر کړي، ځکه د دوی کوچني کورونه د المونیم او اوسپنې څخه جوړ شوي چې تودوخه دوه برابره کوي.

د الوک داس په نوم یو تن کارګر وايي: "پکې هیڅ کار نه کوي او موږ بې وزله یو د کولر توان نه لرو."

کډواله کارګره رجینه بي بي وايي: "د اوبو د کمښت سره مخ یو، زموږ په کوچنیو خونو کې د تودوخې سره ګوزاره خورا ستونزمنه ده. کله ناکله د دوو یا دریو ورځو لپاره هم بریښنا نه وي."

په سیمه کې نور هیوادونه او په میلیونونو خلک له ورته حالت سره مخ دي. د کیمبریج پوهنتون د څیړونکو لخوا یوه تازه څیړنه ښیي چې د اقلیم د بدلون له امله د تودوخې څپې د سیمې د هیوادنو ډیرې برخې اغیزمنې کړي دي.

د کیمبریج پوهنتون څیړونکې رونیتا بردهن وايي، د دوی موندنې ښیي چې د هند نږدې ۹۰ سلنه وګړي چې د هند په هر ځای کې ژوند کوي، تر هغو زونونو لاندې راځي چې خورا خطرناک دي.

کارپوهان وايي چې د دوی معلومات ښیي چې په وروستیو کلونو کې د تودوخې څپې په مکرر ډول شدیدې شوي چې دا کار د انسانانو روغتیا له خطرونو سره مخ کوي.

د هند په بهارتي انسټیټوټ کې د عامه پالیسۍ د څیړنو مشر انجل پرکاش وايي: "موندنې ښیي چې د تودوخې تر فشار لاندې ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو خلکو د ګرمۍ سره د مقابلې توان خورا لږ دی." پرکاش زیاتوي چې دد غو خلکو روغتیا ته باید جدي پاملرنه و شي.

همدا شان په پاکستان کې هم د تودوخې درجه د پخوا په پرتله ډیره لوړه شوې ده. د خیبرپښتونخوا روغتیایي چارواکي وایي چې په تیرو دوو ورځو کې یوازې په مردان ښار کې ۱۸ کسانو د سختې ګرمۍ له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG