د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې یو بهرني رستورانټ ته نږدې د موټر بم چاودنه


ځینو عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي چې د چاودنې وروسته په ځینو کورونو کې یو شمیر کسان د شیشو د ماتیدلو له امله ټپیان شوي دي.

ځینو عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي چې د چاودنې وروسته په ځینو کورونو کې یو شمیر کسان د شیشو د ماتیدلو له امله ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل د قلعه فتح الله په نهم سړک کې یو ځانمرګي بریدکوونکي د چاودیدونکو توکو خپل ډک موټر چولی دی چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوی او اتلس نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل دا برید د یو ځانمرګي بریدګر له خوا د چاودیدونکو توکو ډک موټر په واسطه د کابل ښار په لسمه حوزه کې د قلعه فتح الله په نهم سړک کې د یو رستورانټ مخې ته شوی دی.

ښاغلي صدیقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د پیښې ځای سره نږدې پولیسو یو تن چې وسلې او مهمات ورسره وو هم نیولی دی.

ښاغلي صدیقي وویل "اوس سیمه پلټل شوې ده بله کومه جدي مسله نشته دی، په دغه برید کې د دغې سیمې یو تن وژل شوی او یوولس تنه ټپیان د پولیسو له خوا روغتون ته وړل شوي دي ".

دمخه د کابل د پولیسو د جنایي څانګې رئیس جنرال فریدون عابدي امریکا غږ ته ویلي وو چې دا معلومه نه ده چې دا برید تروریستي برید وو او که نه.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو د څانګې رئیس جنرال فریدون عابدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د چاودنې وروسته په رستورانټ کې اورلګیدلی و.

جنرال عبیدي وویل چې چاودنه په فرانسوي رستورانټ کې شوې ده.

خو هغه وویل چې لا د وخت وړاندې ده چې دا و وایي چې دا برید ګوندې یو تروریستي برید و.

جنرال عبیدي وویل " تر اوسه لا دا څرګنده نه ده چې دا دې ځانمرګی برید وي، د دې لپاره چې یوه پیښه شوې، اورلګیدلی و، چې مونږ وواژه ، ودانۍ د تصفیې په حال کې ده او انشالله تراوسه د کومې تروریستي پیښې نښه نه ده ترلاسه شوې".

جنرال عبیدي وویل چې په دغه چاودنه کې یو تن ملکي وګړی ټپي شوی دی.

دمخه جنرال عبیدي امریکا غږ ته ویلي وو چې په دغه پیښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

همداشان د چاودنې وروسته په دغه سیمه کې د ډزو په باب هم ځینو سمیه ایزو رسنیو خبر ورکړې و، خو د کابل پولیسو دغه چارواکي د ډزو په باب رپوټونه تائید نه کړل.

د کابل د قلعه فتح الله په نهم سړک کې د یو حکومتي میلمستون سربیره د "لي جرډن" په نوم یو فرانسوي رستورانټ هم فعالیت کاوه چې د کابل پولیس وایي پیښه هم په همدغه رستورانټ کې شوې ده.

طالبانو په یو بیان کې ادعا کړې چې دا برید د دغې ډلې جنګیالیو په یو بهرني رستورانټ چې د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د اشغالګرانو رستورانټ په نوم یادکړی ځانمرګې بریدونه ترسره کړي دي.

د طالبانو دغه ویاند خپل ټویټر په پاڼه په دغه برید کې بهرنیانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم کړې ده.

خو افغان امنیتي چارواکو په برید کې د یو ملکي د ټپي کیدو خبر تائیید کړی دی.

ددغه رستورانټ شاوخوا ته د اوسیدانې کورونه دي.

ځینو عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي چې د چاودنې وروسته په ځینو کورونو کې یو شمیر کسان د شیشو د ماتیدلو له امله ټپیان شوي دي.

پولیسو دغې سیمې ته غځیدلي ټولې لارې د خلکو تګ راتګ پرمخ تړلي دي.

XS
SM
MD
LG