د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې جګړو زور اخیستی


حصارک کې جګړو ترڅنګ کوټ ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او اسلامي دولت د وسله والو ترمنځ جګړې لا روانې دي.
حصارک کې جګړو ترڅنګ کوټ ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او اسلامي دولت د وسله والو ترمنځ جګړې لا روانې دي.

امنیتي چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او د طالب وسله والو ترمنځ جګړه سخته شوې او طالبانو په دغه

ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو یو شمیر پوستې هم نیولي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي چې د تېرو څلرویشتو ساعتونو په اوږدو کې د حصارک ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې

له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه او هوایي بریدونو کې دوه دېرش طالبان او دوه حکومتي عسکر وژل شوي دي.

نوموړی وایي دغه جګړه د تېرو څو ورځو راهیسې روانه ده او سیمه ییز پولیس په سخت مقاومت کې دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې په دغه جګړه کې څلور پنځوس طالبان او دیارلس حکومتي عسکر ټپیان دي.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته ویلي چې وسله والو طالبانو پر سیمه ییزو پولیسو سخت بریدونه کړي چې لاهم روان دي.

نوموړی چې خپل نوم نه اخلي وایي چې‌‌‌‌‌‌ یو شمېر سیمه ییزو پولیسو خپلې پوستې پرېښې دي او ښکته خواته راتښتېدلي دي.

وسله والو طالبانو په دغه جګړه کې د یو شمېر پوستو د نیولو اولسګونو حکومتي ځواکونو د وژنې دعوه کړې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي د حصارک په جګړه کې یې درې ملګري وژل شوي او یو شمېر زخمیان شوي دي.

په سیمه کې یوې امنیتي سرچینی امریکا غږ ته ویلي چې تازه قوه سیمې ته ونه رسېږي چې نو وضعیت نور هم کړکیچن کېدلی شي

د جلریز په ولسوالۍ کې جګړې شوي

د میدان وردک ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، ددغه ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو پر یو مرکز د طالبانو یو پراخه برید په شاوهلی دی.

د میدان وردک ولایت د والي ویاند عبدالرحمان منګل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو په یو پخواني مرکز پراخه بریدونه وکړل چې د برید په سر کې طالبانو د دغه پوځي مرکز یوه برخه ونیوله، خو د افغان ځواکونو د مقاومت له امله هغوی بیرته په شاتګ ته اړ شول.

د میدان وردک د والي ویاند د جلریز په سیمه کې د کابل – بامیان د لارې د بندیدلو په باب وویل چې د یوازې د جګړې په سیمه کې لاره بنده ده.

ښاغلي منګل وویل "لارې بندې نه دي، خو په کومه سیمه کې چې جنګ روان دی پخپله والي صاحب د امنیتي بنسټونو سره د هماهنګۍ په مرکز کې ناست دی، هره لحظه مونږ ورسره په تماس کې یوو، کمکي سرتیري هم سیمې ته رسیدلي دي، د دې ګواښ شتون لري چې طالبان چې په شا تمبول شوي دي بیاهم هغوی برید وکړي ".

هغه وویل په دغو جګړو کې د میدان وردک ولایت د طالبانو سره د زابل او غزني ولایتونو پورې مربوطو د طالبانو وسله والو هم برخه اخیستې وه.

د میدان وردک ولایت د والي ویاند وایي، په دې جګړو کې تر پنځلسو پورې طالبانو ته مرګ ژوبله رسیدلې خو هغه دا و نه ویل چې څومره طالبان وژل شوي او څومره نور ټپیان شوي دي.

عبدالرحمان منګل وویل، چې په دغو جګړو کې افغان ځواکونو ته د سر کوم زیان نه دی رسیدلی.

پخپله طالبانو د دغو تازه نښتو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

.

XS
SM
MD
LG