د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده


خانشین ولسوالۍد هلمند په جنوب کې د ډیورنډ کرښې سره نږدې پرته ولسوالۍ ده

خانشین ولسوالۍد هلمند په جنوب کې د ډیورنډ کرښې سره نږدې پرته ولسوالۍ ده

د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې ۱۹ تنه پولیس او ۱۲ تنه هم د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او جګړه لاهم دوام لري.

د هلمند ولایت د خانشین ولسوال حاجي تورجان هلمندوال له اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چې له تیرې شپې راهیسې په سل ګونو مخالفو وسله والو د دغې ولسوالۍ د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي چې په ترڅ کې یې دواړو خواو ته د سر درون زیا رسیدلی دی.

حاجي تورجان هلمندوال وویل چې اوس جګړه دخانشین د ولسوالۍ د ودانۍ په پنځه کیلو میترۍ کې روانه ده.

د ښاغلي هلمندوال په وینا د قریه نو په نوم دوو امنیتي پوستو چي یوه د سرحدي او دوهمه يې هم د ملي پولیسو اړوند وې پدې جګړه کې مخالفانو لاس ته ورغلي دي.

ولسوال هلمندوال وویل چې له تیرې شپې راهیسې په پيل شوې جګړه کې ۱۷ تنه ملي پوليس او ۲ تنه سرحدي پوليس وژل شوي او ۸ تنه نور سرحدي پوليس ټپیان شوي دي.

دغه راز نوموړي وویل چې پدې جګړه کې د افغان حکومت ۱۲ مخالف وسله وال هم وژل شوي دي.

خانشین د هلمند په جنوب کې د ډیورنډ کرښې سره نږدې پرته ولسوالۍ ده چې له امنیتي پلوه په تیرو کلونو کې د هلمند د شمالي ولسوالیو په پرتله له ښه امنیت څخه برخمنه وه .

د خانشین ولسوال وايي چې که دوی ته پر وخت مرسته ونه رسیږي ممکن یو شمېر نوري سیمې هم د مخالفو وسله والو لاس ته ورشي .

پر همدې مهال په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قوال اوردو قومندان جنرا ل معین فقیر اشنا رادیو ته وويل چې دوی په سیمه کې تازه عملیات پلان کړي او ژر به تازه دمې افغان ځواکونه د خانشین ولسوالۍ د دفاع لپاره دغې سیمې ته ورسیږي .

د هلمند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل وايي چې د نا امنیو لمن د هلمند له شمالي ولسواليو څخه اوس جنوبي امن ولسوالیو ته هم رسېدلې او دوی يې په اړه خپله اندېښنه مخکې لا مقاماتو ته رسولې ده.

د بلې خوا دافغان حکومت وسله والو مخالفینو د یوه تلیفوني پیغام له لارې د خانشین پر ولسوالۍ د برید په اړه ويلي چې ګڼي سیمې يې تر خپلې ولکې لاندې را وستي او افغان سرتیرو ته يې مرګ ژوبله اړه ولې ده.

په داخلي برید کې ۱۲ پولیس وژل شوي

د کندهار په غورک ولسوالۍ کې په یوه داخلي برید کې ۱۲ تنه پوليس وژل شوي او د برید وروسته دوه تنه برید کونکې له سیمې څخه تللي دي .

پېښه نن د غورک ولسوالۍ د پيرقدم په امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده .

د دې ولسوالۍ يوه امنیتي مسئول د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل چې برید کونکو دوو پوليسو د خپلو وژل شویو همکارانو وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي او د افغان حکومت د مخالفو وسله والوسره یوځای شوي دي.

سرچينې زیاته کړه چې ممکن برید کونکي پوليس به د مخالفو وسله والو نفوذي کسان وو.

د کندهار د پوليسو یو چارواکي امریکا غږ ته پیښه تائید کړې ده.دغه چارواکی وایي چې سیمه ته یې پلاوی استولی دی.

غورک د کندهار په شمال لویدیځ کې د هلمند له سنګین او د اروزګان له دهراوود ولسوالۍ سره نږدې پرته ولسوالۍ ده چيې له تېرو ۲ میاشتو راهیسې دافغان حکومت مخالف وسله وال او افغان امنیتي ځواکونه په کې په سختو نښتو بوخت دي.

د دې ولسوالۍ لار له کندهار سره تړل شوې او په ولسوالۍ کې پرتو امنیتي سرتیرو ته د هوا له لارې اکمالات کیږي .

وسله والو طالبانو بیا د یوه تلیفوني پیغام له لارې د غورک ولسوالۍ په ده سبزي سیمه کې د ۱۴ پوليسو د وژل کیدو او ۲ نورو د ژوندي نیول کیدو ادعا کړې ده .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG