د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: د ملي وحدت حکومت دې د واک پر سر جنجال پای ته ورسوي


حکمتیار تیره ورځ د لغمان په مرکز کې یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د طالبانو جګړې مشروعیت ترپوښتنې راوستی وو.
حکمتیار تیره ورځ د لغمان په مرکز کې یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د طالبانو جګړې مشروعیت ترپوښتنې راوستی وو.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې نن یې په جلال اباد کې یوې لویې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د ملي یوالي حکومت دې د واک پر سر پیل جنجالونه پای ته ورسوي.

حکمتیار په هغه لویه غونډه کې خبرې کولې چې د حزب اسلامي د زرګونو پلویانو تر څنګ پکې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد، د پارلماني چارو وزیر فاروق وردګ او نورو چارواکو برخه لرله.

حکمتیار د ملي وحدت په حکومت کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د واک پر سر جنجالونه خطرناک وګڼل او غږ یې وکړ چې دواړه مشران یا یو بل وزغمي او یا دې یو بل ته تېر شي.

هغه وویل:"د دوی د یو مسلمان افغان ورور په توګه دوی ته وایم چې د واک پر سر مو دا جنجالونه پای ته ورسوي، که یو بل نه شئ زغملی نو په ډېر درناوی سره یو بل ته تېر شئ، وبه ګورو چې دا ابتکار څوک کوي".

ښاغلی حکمتیار په حکومت کې د حزب اسلامي د ونډې په اړه هم په وویل: "زه په حکومت کې د مشارکت په بنا نه یم راغلی او تر اوسه مو دا فېصله هم نه ده کړې چې په حکومت کې به داخلېږو".

هغه وویل چې یوازې د سولې د رواستو او جګړې ته د پای ټکي د ایښودو پر بنا له حکومت سره د سولې په لاره کې ملګرتیا کړې ده.

د حزب اسلامي مشر په افغانستان کې روانه جګړه د لوږې او فقر زېږنده وګڼله او ویې ویل تر هغې چې'لوږه' او 'فقر' له منځه نه وي وړل شوې نو د جګړې ختمېدل ګرانه خبره ده.

د حکمتیار خبرې تر ډېره د وسلوالو طالبانو په اړه څرخېدلې، هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: "د طالبانو پیداېښت هم زما په خلاف او طالبانو په افغانستان کې د امریکایانو راتګ او پاتې کېدو ته لاره هواره کړه".

د حزب اسلامي مشر څو میاشتې وړاندې د کندز جګړه هم یوه لوبه وګڼله او ویې ویل چې له جګړې وروسته امریکا پرېکړه وکړه چې افغانستان ته ځواکونه ليږي، نو په کندز برید یې د امریکایانو د ډېرېدو لامل وګاڼه.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي په ملګرتیا دې، حزب اسلامي ته پېغورونه نه ورکوي.

تیره ورځ هم حکمتیار د لغمان ولایت په مرکز کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه نامقدسه او بې معنی جګړه بللې وه.

حکمتیار د ښځو د حقونو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل په ډېرې خوشینۍ باید ووایم چې په نننۍ غونډه کې ښځې نشته او که وي هم ډېرې کمې دي.

هغه وویل، مونږ ته خلک پېغور راکوي چې حزب اسلامي د ښځو حقونو ته ژمن نه دي، مونږ د اسلام په رڼا کې ښځو ته ډېر حقونه ورکړي او ورکوو یې

په دغه غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش د ملي وحدت د حکومت په نماینده ګۍ حکمتیار ته هرکلی ووایه او کابل ته یې د ورتک بلنه ورکړه.

ښاغلي دانش وویل چې له حزب اسلامي سره د سولې په پروسه کې ډېرې ستونزې او کورنۍ او بهرنۍ مداخلې موجودې وې، خو په دې برخه کې حکومت او حزب بریالي شوو.

ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ به حکمتیار د کابل په غازي سټډیم کې یوې لویې غونډې ته وینا وکړي او وروسته به په ارګ کې له ولسمشرغني او زیات شمېر بهرنیو او کورنیو دیپلوماتانو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG