د لاس رسي وړ اتصالات

منگل: ننگرهار د حکمتیار هرکلي ته چمتو دی   


د حزب اسلامي، حکومت او د سولې د شورا گډ کمیسیون د موافتنامې پر عملي کولو کار کوي.
د حزب اسلامي، حکومت او د سولې د شورا گډ کمیسیون د موافتنامې پر عملي کولو کار کوي.

د ننگرهار والي گلاب منگل وایي چې د ننگرهار ولسونه او ولایتي اداره به په ډېرې مینې د گلبدین حکمتیار تود هرکلی وکړي.

ښاغلي منگل له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل "ددې احتمالات شته چې ښاغلی حکمتیار به ننگرهار ته راشي. تر اوسه مشخص پروگرام نه دی جوړ شوی، خو که همداسې پروگرام ونیول شي، نو د ننگرهار ولسونه، د ننگرهار ولایتی اداره او زه پخپله به په ډېرې مینې سره د هغوی هرکلی وکړو."

ننگرهار او زه د حکمتیار هرکلي ته چمتو یو
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

والي گلاب منگل زیاتوي "زه باور لرم چې په ننگرهار کې د یوې موقتي مودې نه وروسته به هغوی [حکمتیار] په کابل کې د ټول افغانستان لپاره د خدمت پروگرامونه او پلانونه انشاالله سر ته ورسوي."

داعش په ننگرهار کې

گلاب منگل وایي چې څه موده وړاندې چې د داعش په وړاندې کوم عملیات ترسره شول، داعش ته درنه مرگ ژوبله ورسیدله او د داعش د پرمختگونو مخه ونیول شوه. هغه ټولې سیمې چې ازادې شوې دي، اوس یې ولسي ځواکونه دفاع کوي.

والي زیاتوي چې "د خوشالۍ خبره دا ده چې د ننگرهار ولسونه له داعش څخه کرکه لري. په ځینو سیمو کې اوس هم شته خو پلانونه یې شنډ شوې دي."

ښاغلي گلاب منگل د اشنا تلویزیون خبریال ذبیح الله غازي ته وویل چې داعش دوه ورځې وړاندې د پچیراگام په ولسوالۍ باندې ناڅاپي برید وکړ، په لومړي سر کې یې څو کلي ونیول، ډېر بې گناه خلک یې ووژل خو ماتې یې وخوړله."

منگل: د ننگرهار ولس، ولایتي اداره او زه پخپله په ډېرې مینې د حکمتیار هرکلی کوو.
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د ننگرهار والي وایی چې داعش اوس هم د پاکستان پولې ته نژدې فعالیتونه لري، ځکه چې دا یوه نړیواله توطیه ده.

گلاب منگل وایي چې داعش که د عراق په موصل کې ماتې وخورې نو طبعا" په افغانستان کې به هم کمزورې شي.

XS
SM
MD
LG