د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار له نږدې شلو کالو وروسته نن کابل ته راستون شو


ټاکل شوې چې د اسلامي حزب مشر نن ماسپښین د افغانستان جمهوررئیس سره په ارګ کې وګوري.
ټاکل شوې چې د اسلامي حزب مشر نن ماسپښین د افغانستان جمهوررئیس سره په ارګ کې وګوري.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار چې د تیر عیسوي کال د سپټامبر په وروستیو کې د افغان حکومت سره د سولې د هوکړې د لاسلیک په پایله کې د نږدې دوه لسیزو پټ ژوند د تیرولو وروسته د دې اونۍ په سر کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شو، نن د پنجشنبې په سهار له ننګرهار څخه د خپلو سلګونو پلویانو په بدرګه د موټرو په یو ستر کاروان کې کابل ته راورسید.

د حکمتیار اسلامي حزب وایي، ټاکل شوې د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني به حکمتیارته نن ماسپښین په ارګ کې ښه راغلاست ووایي.

د افغانستان جمهوري ریاست ارګ هم په یو بیان کې ویلي چې په پام کې ده، جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین په ارګ کې په یوه غونډه کې چې د سولې له بهیر سره د اسلامي حزب مشر د یوځای کیدو لپاره جوړیږي ګډون وکړي.

د ارګ له خوا په دغې غونډه کې رسنیو ته د ګډون د بلنې لپاره په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي چې دا غونډه "د سولې د موافقتنامې د تطبیق" او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست لپاره جوړیږي.

د حکمتیار د اسلامي حزب د مطبوعاتو او فرهنګې چارو رئیس قریب الرحمان سعید ویلي چې ښاغلی حکمتیار به د جمعې په ورځ په غازي لوبغالي کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا هم وکړي.

کابل ته د حکمتیار راستنیدل او د افغانستان په نوي سیاسي ژوند کې د هغه شاملیدل د بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

اکثره دا ډول غبرګونونه چې په ټولنیزو رسنیو کې څرګند شوي، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو کابل ته د حکمتیار د راتګ هرکلی کړی او تمه یې ښودلې چې سولې بهیر سره به د هغه یوځای کیدل د افغان حکومت نورې وسله والې ډلې هم دغه بهیر سره یوځای کیدو ته وهڅوي.

خو د تولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو په کابل کې په نويمې لسیزې کې کورنیو جګړو ته په پاملرنې چې اسلامي حزب یې هم یواړخ وو، اندیښنه ښودلې چې د حکمتیار په راتګ سره به د اسلامي حزب سیالې ډلې بیا تاوتریخوالي ته مخه کړي او کابل به یو ځل بیا د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ماتې وروسته د پخوانیو مجاهدینو د وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شي.

همداشان په ټولنیزو رسنیو کې د خبریالانو د ملاتړ ادارو د رسنیو د ازادۍ په اړه د اسلامي حزب د مشر څرګندونو ته غبرګون هم پراخ انعکاس موندلی دی.

د خبریالانو د ملاتړ ادارو په لغمان او ننګرهار کې دوه جلا غونډو ته د حکمتیارپه ویناو کې د رسنیو د ازادۍ په هکله د اسلامي حزب د مشر څرکندونې په کلکه غندلي دي.

که څه هم د اسلامي حزب مشر په خپلو څرګندونو کې د کومې رسنۍ نوم نه دی اخیستی، خو یو شمیر رسنۍ یې شر غوښتونکي یادې کړي او د هغوی د نشراتو پر مخنیوي يې ټینګار کړی.

د اسلامي حزب مشر د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار کې هم د شنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې د ځینو رسنیو پر فعالیتونو نیوکه وکړه او د دغسې رسنیو خپرونې یې د افغانستان د ګټو پرخلاف او د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په ګټه وبللې.

د اسلامي حزب مشر په ۱۹۹۶ کال کې کله چې طالبانو د کابل ښار د مجاهدینو د یو پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د پلوي ځواکونو څخه ونیو، د پخواني جمهوررئیس استاد برهان الدین رباني او د مجاهدینو د نورو مشرانو سره له کابل ووت او لومړی بغلان ولایت ته او بیا له هغه ځایه ایران ته لاړ.

حکمتیار د ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له ماتې وروسته او افغانستان ته د امریکا پر مشرۍ د نړیوالو ائتلافي ځواکونو له راتګ وروسته، له ایران څخه ووت او د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې یې وسله واله جګړه پیل کړه.

حکمتیار په ټوله دغه موده کې د خلکو له نظره پټ وو.

XS
SM
MD
LG