د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند امنیتي شننه د مرستیال والي په مرکه کې


په هلمند کې د ناامنۍ وروستۍ پېښه په موسی کلا کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو برید و چې شاوخوا ۱۷ افغان پولیس په کې ووژل شول

په هلمند کې د ناامنۍ وروستۍ پېښه په موسی کلا کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو برید و چې شاوخوا ۱۷ افغان پولیس په کې ووژل شول

د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسولیار وايي چې د نارسمي شمېرو او اټکل له مخې په دغه ولایت کې د څلورو او شپږو زرو ترمنځ وسله وال طالبان شته چې، د ده په خبره د سیمې ځینې استخباراتي ادارې هم ورسره مرسته کوي، خو هغه د کومې مشخصې ادارې یا هېواد نوم وانخیست.

د هلمند د والي مرستیال همدغه راز وویل چې دغه وسله وال له ډېره وخته هڅه کوي چې په هلمند کې کومه ولسوالي او یا سیمه ونیسي چې د ناستې ځای پېدا کړي، خو په خبره یې افغان ځواکونو تل په شا تنبولي او ځپلي دي.

ښاغلی رسولیار وايي د وسله والو طالبانو د یاد شوي اټکلي شمېر، دوه برابره افغان امنیتي ځواکونه په هلمند کې مېشت دي، خو هوايي ځواک او هوايي مرسته ورسره نشته چې د وسله والو په ځپلو کې مهمه بلل کیږي.

ښاغلي رسولیاردا څرګندونې له جعفر هاند سره په مرکې کې وکړې، ده د موسی کلا په ولسوالۍ کې د طالبانو د وروستي برید په اړه هم معلومات ورکړل چې شاوخوا ۱۷ پولیس په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG