د لاس رسي وړ اتصالات

د سنگین ولسوالۍ د پرزیدو مخه نیول شوی ده


د هلمند د سنگین ولسوالۍ څو ځلې له امنیتي گواښونو سره وخامخ شوی ده.
د هلمند د سنگین ولسوالۍ څو ځلې له امنیتي گواښونو سره وخامخ شوی ده.

د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې یو شمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د احتمالي سقوط په اړه راپورونه خپاره کړل، چې له هغې وروسته د افغانستان امنیتي ارګانونو دغې ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه واستول.

خو اوس د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دا مهال په سنګین ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت تر ډيره بریده ښه شوی او لا هم افغان امنیتي ځواکونه په دې ولسوالۍ کې پر عملیاتو بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د چارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په هلمند، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې، د افغان امنیتي ځواکونو په تیره بیا د پولیسو د ځانګړې قطعې ځواکونو عملیاتو ښې پایلې درلودې.

هغه وویل "په هلمند کې مو ښه پرمختګ درلود، هغه ګواښونه چې سنګین ته متوجه وو څه ناڅه له منځه تللي دي، هغه ځواکونه چې د سیمه ایزو پولیسو، ملي پولیسو او ملي اردو په ګډون سنګین ته استول شوي هغوی لاسته راوړنې درلودې، هغه لوی ګواښ چې سنګین ته متوجه وو اوس نشته."

دغه راز، د هلمند د ولایتي شورا رئيس کریم اتل امریکا غږ ته وویل، سنګین ته شاوخوا ۵۰۰ امنیتي ځواکونه استول شوي چې په دې ولسوالۍ کې یې لوی امنیتي ګواښونه له منځه وړي دي.

د کریم اتل پر وینا، تازه دمي ځواکونه هغې سیمې ته رسیدلي چې په کې له تیرو څوو میاشتو د ملي اردو یو شمیر سرتیري کلابند شوي وو.

هغه وویل "هغه لوړ تهدید چې دغه قرارګاه چې اوس لوا ده او خطر د دې وو چې دا به هم د دوی له لاسه ووځي، اوس هغه تشویش رفع دی خو دننه په سنګین ولسوالۍ کې جګړه ده، ولسوالۍ او بعضې سیمې چې مخالفینو ته په لاس ورغلي دي هغه اوس هم د هغوی په لاس کې دي."

د هلمند د ولایتي شورا رئیس زیاته کړه، چې افغان حکومت په سنګین کې له مخالفینو سره د روغې جوړې له لارې ښې لاسته راوړنې درلودې خو د جګړې په ډګر کې یې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

داعش ته اوښتي درانه تلفات

صدیق صدیقي وویل، داعش لا هم د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ دی او زیاته یې کړه که څه هم لا تر اوسه په افغانسان کې د دغې ډلې د غړو د شمیر په اړه کره ارقام په لاس کې نه لري خو د افغانستان امنیتي ځواکونه په دې برخه کې کار کوي چې د داعش د جنګیالیو شمیر معلوم کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، د ننګرهار په اچین کې د داعش پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې دوام لري، د دغې ډلې جنګیالیو ته درانه تلفات اوښتي دي.

هغه وویل "په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د داعش ۴۵ تنه یوازې په اچین کې له منځه تللي دي، دا هم د افغان امنیتي ځواکونو لپاره یو هدف دی."

خو د پوځي چارو څیړونکي بیا د افغان امنیتي ځواکونو لخوا روان عملیات ګټور نه ګڼي او وايي، لنډمهالي عملیات نه په سیمه کې د ثبات په راوستلو کې مرسته کوي او نه هم خلک ورڅخه خوښ دي.

پخواني جنرال غلام حُسین هزاره امریکا غږ ته وویل، سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونه د جګړې په میدان کې قرُباني ورکوي او له لګښتونو ډک عملیات ترسره کوي خو له دغو عملیاتو د منلو وړ پایلې نه ترلاسه کیږي.

هغه وویل "دوی (افغان امنیتي ځواکونه) چې دوه درې ورځې یو ځای ته لاړ شي، پاتې شي، بیا په پنځمه ورځ چې بیرته خپلو مرکزونو او قطعاتو ته ستانه شي، وسله‌وال مخالفین بیرته راځي او په هماغه ځایونو کې ځای پر ځای کیږي."

د جنرال غلام حُسین هزاره پر وینا، یوازې د پوځي عملیاتو ترسره کول په افغانستان کې ثبات نشي راوستی بلکې حکومت ته ښايي، چې په یوې سیمې کې له عملیاتو وروسته کلکې امنیتي پوستې جوړې کړي او د وسله‌والو د مخالفینو د بیرته راتګ مخه ونیسي.

دغه راز هغه وویل، په جګړه ځپلو سیمو کې د اوږدمهالي ثبات د تینګولو او پر دولت د خلکو د باور د ترلاسه کولو لپاره، حکومت ته په کار ده، چې اقتصادي او ټولنیزې پروژې پلې کړي او د خلکو په اقتصادي ژوند کې بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG