د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د بم په چاودنه کې ملکیان وژل شوي


د هلمند په ولایت کې مامورین وايي د سړک د غاړې د بم چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي. چارواکي وایي ددغه کورنۍ یادشوي غړي ټول بیګا په یوه موټر کې روان وو چې موټر یې د سړک د غاړې په بم وربرابر سو.

دا مامورین وایي د وژل شوو کسانو په ډله کې دوه تنه ماشومان هم شامل وو. طالبان چې د لویدیځ پلوه حکومت د له منځه وړلو دپاره جګړه کوي، اکثراْ د لویو مشهورو لارو په غاړه بمونه ایږدي او عموما پرې ولسي خلګ وژل کیږي.




XS
SM
MD
LG