د لاس رسي وړ اتصالات

برتانوي قواوې د هلمند له سنگین ولسوالۍ وځي


برتانیه به د افغانستان په جنوب کې د یوې نارامې سیمې نه خپل عسکر وباسي او پر ځای به یې هلته د امریکا عسکر میشت شي.

د برتانیې د دفاع وزیر لایم فاکس د هیواد پارلمان ته ویلي دي چې برتانوي عسکر به د همدې کال په پای کې د هلمند ولایت په شمال کې پرته د سنګین د ولسوالۍ کنترول امریکایي قواوو ته وسپاري.

" پدې سره به له یوې خوا د قوماندې چارې آسانه شي او له بلې خوا به برتانوي عسکرو پدې وتوانیږي چې د هلمند ولایت په نورو ولسوالیو کې د پرمختګ د کارونو د پیاوړتیا په خاطر ځای پر ځای شي."

برتانیې دا اقدام د هلمند ولایت ته د اضافي امریکایي عسکرو د رسیدو نه وروسته وکړ. پدغه ولایت کې اوس شاوخوا دوه زره امریکایي عسکر او د اتو زرو په شاوخو کې برتانوي عسکر ځای پر ځای دي.

د برتانیې د دفاع وزیر لایم فاکس یو ځل بیا وایي چې د دې کار هدف په هلمند ولایت کې د نړیوالو قواوو د سره تنظیم کول دي.

" د دې کار نتیجه به په پای کې دا شي چې د هلمند ولایت مهمې او عمده سیمې به د نړیوالو قواوو د دریو لواګانو تر منځ په مساوي او برابر ډول وویشل شي. امریکایي قواوې به د هلمند د ولایت په جنوب او شمال کې ځای پر ځای شي، او د برتانې تر مشرۍ لاندې د هلمند د ولایت کاري ځواک چې په هغې کې د ډنمارک او استونیا قواوې هم شاملي دي، دوي به د هلمند ولایت په مرکزي سیمو کې ځای پر ځای شي. "

خو په لندن کې د چاټام هاوس په تحقیقاتې ادارې کې د آسیا د پرواګرام رییس ګاریت پرایس بیا وایي چې په برتاینه کې به ښایي خلک پدې اړه بیلا بیل نظریات ولري. ځیني خلک ښایي دا د هلمند په ولایت کې د برتانوي عسکرو شکست وګڼي ځکه چې د برتانی زیات شمیر عسکر هم پدغه ځای کې وژل شویدي.

" زه فکر کوم یو شمیر خلک به دا وایی چې هلته په کافي اندازه برتانوي عسکر نه وو نو ځکه یې ځای امریکایي عسکرو ته وسپارل شو. خو له بلې خوا که چیرته د برتانوي عسکر مرګ ژوبلې ته پام وشي نو د دریو څخه دوه برخې عسکر په همدغې سیمې کې وژل شویدي او که د وخت په تیریدو سره د هغوي مرګ ژوبله کمه شي نو دا کار به په ټوله برتانیه کې مشهوره شي. "

ښاغلی پرایس یو ځل بیا وایي چې د هلمند ولایت په افغانستان کې په ځانګړي ډول ډیر خطرناک دی.

" هلمند ولایت د پاکستان د قبایلي سیمو سره نښتی دی. بله دا چې دغه ولایت د اپینو د تولید مرکز ؤ او د افغانستان زیات شمیر مخدره مواد په همدغه ولایت کې تولیدیږي. له بلې خوا دغه ولایت د طالبانو عنعنوي مرکز ګڼل کیږي او همدارنګه د افغانستان د نورو جنوبي ولایتونو په پرتله د دغه ولایت نفوس هم زیات دی او طالبان هم پکې زیات فعالیت لري."

د 2001 کال راپدیخوا په افغانستان کې ټول ټال د برتانې 312 تنه عسکر وژل شویدي چې یوازې 99 تنه یې د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالې کې وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG